نړۍ

په پيښور کي دوو چاودنو 78 کسان وژلي او 120 یې نور ټپیان کړي دي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د خیبر پختونخوا په مرکزي ښار پيښور کي د آل سینټس چرچ په نامه د عیسایانو پر یوه عبادتګاه باندي چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې چي له کبله یې 78 تنه مړه او 120 تنه نور ټپیان شوي دي.

په قربانیانو کي زیات شمېر ښځي او ماشومان هم شامل دي.

د بم خنثی کولو چارواکي وايي چي چاودني د د سرتیري برید په ترڅ کي را منځته شوي، او واي دوی لږ تر لږه ددوو تنو سرتیرو د جسم اعضاء تر لاسه کړي.

او زیاته کړې چي په چاودنه کي د شپږ کیلو په اندازه چاودېدونکي توکي استعمال شوي.

باید وویل شي چي د پاکستان امنیتي چارواکي همیش خپل د ناکامۍ د پټولو لپاره دداسي پيښو لومړی پړه پر سرتیرو بریدګرانو اچوي، خو وروسته بیا هیڅ تحقیقات نه کیږي چي دا سرتیري څوک وه، او له کومه راغلي وه.

د خیبر پختونخوا حکومت اعلان کړی چي د راتلونکو درو ورځو لپاره به ددغه غمیزي په خاطر په ټول صوبه کي رخصتي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x