افغانستان چا خلع سلاح کړ؟

لیکوال: قاري حبیب

دې ورځو کې دا خبره ډېره پر ژبو ده چې جهادي مشرانو د افغانستان ټوله ثقیله وسله، ټانګونه او الوتکې کباړ او په پاکستان خرڅ کړل.

په دې کې شک نسته چې د جهاد او تنظیم شاهي په دوران کې له افغانستان څخه پاکستان ته په پراخه کچه د روسي جنګ افزارو ټوټې او پرخچې د کباړ په نوم یووړل شوې،پاکستان ته د جنګي کباړ وړل آن د جهاد له پیله دود او د هغه مهال یو مشروع تجارت بلل کېده چې مجاهدینو یي په پیسو ځان اکمالاوو،دغه کباړ له پروسس وروسته د پاکستان له لارې نورې نړۍ ته صادرېده چې له امله یي په ۱۹۸۶ م کال کې پاکستان د فولاد صادروونکو هیوادونو غړیتوب تر لاسه او له جاپان سره یي د ۱۶۰ زره تنه فولادو د خرڅلاو قرار داد وکړ.

خو هیڅوک دا نشي ثابتولی چې مجاهدینو دې پاکستان ته روغ ټانګونه یا روغې الوتکې د ځمکې له لارې نقل کړي وي، مجاهدینو او تنظیمیانو یوازې د جنګ افزارو او بمونو ټوتې دکباړ په نوم خرڅولې،حتی د ځینو تنظیمیانو په اړه دا مشهوره وه چې کله به یي ټوټې پیدا نکړې نو له روغ ټانګ نه به یي ماین لاندې کړ یا به یي په ځانګړي ماشین پرزه او خرڅلاو ته به یي اماده کړ.ددې یوه وجه شاید دا هم وه چې هغوی داسې نقلیه وسایط نلرل چې دروند ټانګ یا الوتکه ورباندې انتقال کړي نو ځکه به یي نیمه خراب ټانګونه لومړی پرزه کول.چې په دې ډول دافغانستان ګڼ شمیر نیمه خراب یا روغ جنګي وسایط له منځه لاړل چې دا بې له شکه له هیواد او جهادي غنیمت سره لویه جفا وه.

مګر دا باید ومنو چې د مجاهدینو په لاس کباړ شوي جنګ افزار د افغانستان د ټولې جنګي اثاثې لسمه برخه هم نه وه،ځکه د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم افغانستان زرګونه فعال یا نیمه فعال ټانګونه درلودل،طالبانو ته د هرات او مزار قول اردوګانې سلامتې په لاس ورغلې وې،د طالبانو د مهال د ټولو فعالو جنګي الوتکو او چورلکو شمیر تر پنځوسو اووښت،چې پکې ګڼ شمیر پرمختللي روسي جیټ الوتکې او جنګي څرخکې هم وې،هغه مهال د هوایي ضد بطریو او شیلکا په شمول د مدافع هوایي سیستم هم فعال و، په ګڼ شمیر لوی توپونه،چهل میلې او نور درانه جنګي وسایل موجود و چې طالبانو یي ځیني نمونې د خپلې واکمنۍ د وروستي کال په جشن کې نندارې ته وړاندې کړې.

د افغانستان په لراوبر کې د وسلو لوی لوی ډیپوګان هم همداسې سرپټي پاته و. مګر پوښتنه دا ده چې د افغانستان دغه ټوله جنګي اثاثه چا له منځه یووړه؟

ځواب خورا واضح دی. اشغالګرو امریکایانو او د هغوی داخلي لاسپوڅو چې اوس ددې جنایت د پل غلطولو هڅه کوي خو هغه مهال یي د یرغل سورڼي ته لستوڼي اچول، امریکایانو ته یي خپل ډیپوګان ورپه ګوته کول او په دې تمه و چې امریکابه تر دې پرمختللی جنګي ځواک ورته برابر کړي.

زما په یاد دي چې په لومړیو کلونو کې د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو ټول کار د افغانستان د همدې جنګي ځواک تخریبول و، په کابل، مزار، هرات، کندهار او ډیرو نورو سیمو کې یي د روغو ټانګونو میلونه په تیزابو له کاره واچول، د روس ساخت هره الوتکه، چورلکه، ټانګ او توپ په تخریب محکوم وو او په خلاص لاس یي تخریب کړل. په کندهار کې یي د قشله جدید په نوم د وسلو تر ټولو ستره ډیپو له منځه یووړه، د ځدراڼو په سرانه کې یي دحقاني صاحب مربوط د وسلو ستره ډیپو په یوه انفجار ختمه کړه او رسنیو وویل چې دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ځمکې پرمخ تر ټولو ستره چاودنه وه. زما په یاد دي چې امریکایانو د طالبانو له وتلو ډیرې ورځې وروسته د ګردیز د زاړه هوایي ډګر په خوا کې د وسلو ډیپو او درانه جنګي وسایل د بمبار په توسط له منځه یووړل.

د هیواد په لراوبر کې د افغانستان د جنګي ځواک د تخریب کار داسې مقصودي او په پراخه کچه روان و چې د هیواد یوه دردمن شاعر شپونکي صاحب ورته حتی په شعر کې اشاره وکړه او هغه مهال یي وویل:

چې ما پرې کنډواله کړل ها د سرې ماڼۍ برجونه
د سپیني ماڼۍ زوی هغه کولنګ راځیني وړي

د سپيني ماڼۍ زامنو وروسته د ډي ډي آر او ډایاک په نوم د وسلو د تخریب او راټولولو پروسې پیل کړې، پراخ تبلیغات ورته وشول او سلګونه میلیونه ډالر پرې مصرف شول، ظاهري عنوان یي د ملکي سازۍ و مګر اصلي هدف د درنو وسلو پیدا کول او له منځه وړل و. په دې ډول امریکایانو د خپلو داخلي لاسپوڅو په سلامشوره او مباشره همکاري افغانستان په بشپړ ډول خلع سلاح کړ.
مګر نن د سپيني ماڼۍ هماغه زامن راولاړیږي او ددې سترې جفا ټول مسؤلیت په جهادي مشرانو اچوي، زه په دې برخه کې د تنظیمي مجاهدینو دفاع نه کوم، مګر دا حقیقت باید ومنو چې په دې جنایت کې ۹۰ فیصده مسؤلیت د امریکا د برحاله ګوډاګیانو په غاړه او لس فیصده د تنظیمي کباړ خرڅوونکو په اوږه دی.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

په خبره کی وزن شته! هماغه د ډایاګ او ډی ډی آر پرګرامونه د هیواد د وسلو د زیرمتونو تشول ووږ که چاته یاد وی د امریکایانود راتګ په مهال تر ټولو لومړی همدی امریکایانو شمالی ټلوالی او بیا نورو هغوته چی د امریکا د راتګ مرسته اوهرکلۍ یی وکړ ، دهغه پخوانیو روسی اوچینایی ډوله کلاشنیکوفونو پځای یی د هنګری جوړ شوی هغه ورکړل چی له دری سوه مردکیو د وارولو نه وروسته بیکاره کیدل لکه یو ځل استعمالی پیچکارۍ. نو بیا یی هغه ټوله شوی وسله له منځه یوړله، دا خبره رښتیا ده. خو د مجاهدینو جرم هم… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه د حبیب صاحب د لیکنی محتویات او له حقایقو پردو لیری کولو ستاینه کوم ، حبیب صاحب تل پټی خزانی راسپړی الله ج دی اجرونه ورکړی د هغه د لیکنی په امتداد به څه زه هم ورسره زیات کړم : دا یو ښکاره حقیقت دی ، چه روسی او د لویدیز استعمار د اسلامی نړی په خلاف دکفر ګډ مخرج لری ، که په ښکاره کوم څه لری هغه د هغوی مادی او اقتصادی رقابت دی چه د حریصو او استثمارګرو ترمنځ تل شتون لری ، د هغه رقابت مخه هم اوس نیول شوی یعنی د هغه رقابت په… نور لوستل »

محمد شفیق
میلمه
محمد شفیق

البته باید زیاته کړم چی طالبانو هم ډیری خفیفی سلاح ګانی د خلکو نه تولی او په پاکستان یی و پلورلی. که څوک شواهد غواړی د وردګو د سلاح ګانو چی طالبانو پاکستان ته قاچاق کړی بیانولی شم. او د نورو ولایتونو کی هم دوی دغه کار کړی دی.
نو که حقیقت ته راشو د امریکایانو راتګ ته ډیره زمینه د طالبانو رژیم مساعده کړی ده

شهاب
میلمه
شهاب

یو شی باید زه هم ور زیات کرم هغه دا چه همدغه چه نن چیغی سوری وهی د شیندند هوای میدان چا بمبارد کر لدی وروسته هغه هیلی کاپتری او جنگی جیت الوتکی چه لدوی سره وی هغه سه شوی لدی وروسته د طالبانو د سقوط په وخت کی خو طالبانو تر خپلی وسی د ثقیله وسلو او الوتکو د له منزه ورلو د مخنیوی لپاره خپله وسه وکره هغه دا چه زیاتی الوتکی او نور وسایل یی په مخفی زایونو کی زای په زای کرل شه مثال یی په لوگر کی د سرخی الوتکو زای په زای کرل خو… نور لوستل »