نړۍ

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه سمندر ته غورځېدلې

نن ټکی آسیا: د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چي نن ددوی یوه هلیکوپتر الوتکه   سمندر کي  غورځېدلې او له منځه تللې ده.

د امریکا د سمندري ځواکونو د خبرپاڼي سره سم د هغو پنځو تنو سمندري عسکرو د ژوند په اړه هم تر اوسه معلومات نسته چي د پيښي پر مهال په دغه الوتکه کي موجود وه.

دغه الوتکه چي د MH-60 په نامه پيژندل کیږي، د بلاک هواک په نامه هلیکوپټر الوتکو کاپي ده، چي هغه په وچو کي الوتنه کوي، او دا ماډل یې بیا په سمندرونو کي په عملیاتو کي برخه اخلي، او پر جنګي کښتیو باندي ناسته کوي.

د خبرپاڼي له مخي دغه هلیکوپتر الوتکه د مدیترانه په سمندر کي غورځېدلې، او د سپرلیو په لټون یې عملیات پیل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x