شعـــــرونه

غزل: عزام افغان

عزام افغان

په ظاهر که یم غریب په معنوی لحاظ بادشاه یم

زه د وخت هرې سختۍ سره بلد يمه اشنا يم

د مېړانی شجاعت تپوس مې وکړه له غلیمه

زه په تش لاس جنگیالي د معرکې او د وفا یم

ما له ډیرو یرغلگرو سره زور دي آزمایلي

نن څپې د دسیسو دي زه یوازی یم تنها یم

د وخت هر یاغي ښامار ته مومن خان یمه جهانه

د هغو له ډلې نه یم چی اغیار ته په گډا یم

هغه نه یم چی پردي يی کور ته راوستل غلام سو

زه د دې خاوري بچي یم له پردو نه ، بې پروا یم

چا چی بد دی راكتلي له هغو څخه مې سترگی راوېستلی

د عزام د وطن خوار غریب ولسه هر یو ننگ نه دې آگاه یم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x