شعـــــرونه

تورخم: اختر محمد رحماني

اختر محمد رحماني

چي تورخم ساتي په نرو او که ښځو
هلتــه جوړه ډرامه شــوه په تورخـم کي

ښـــځي هم د دفاع لیــکــو ته ور وځي
قمندان ته ښه میله شوه په تورخم کي

نرښځیان یې اتلان شوه په میډیا کي
چي یو دوي ورځي جګړه شوه په تور خم کي

ښځو خپله اصلحه په واک کي ور کړه
سر بازانو ته پلمه شوه په تور خم کي

په میړانه یې د تیښتي دریځ خپل کړ
چي جګړه باندې درنه شوه په تورخم کي

د ولس په منځ کي ټیټي سترګي ګرځي
چي ناکامه یې جګړه شوه په تورخم کي

وطن فروشه خاینان مو وطن پلوري
چي ښکاره یې نمونه شوه په تورخم کي

رحماني ورته د شک په سترګه ګورم
نر او ښځي چي ایله شوه په تورخم کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x