
ولایتي شورا: فراه کې طالبانو درې ولسوالۍ نیولې دي
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د فراه ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د طالبانو پر پرمختګ اندېښنه ښيي او زیاتوي چې تر اوسه يې درې ولسوالۍ بشپړې تر واک لاندې دي.
د دې شورا غړې جمیلې امینې رسنیو ته څرګنده کړه چې د فراه ولایت دښت بکواه، خاک سفید او ګلستان ولسوالۍ بشپړې د طالبانو په لاس کې دي او ان ولسوالان يې ورته ټاکلي دي.
مېرمن امیني وايي چې د ټول ولایت په سطحه یوازې د دوو ولسوالیو امنیتي وضعیت نسبتاً ښه نه دي، نور ټول ولایت د دولت له واکه په وتو دي.
د فراه چارواکي هم په فراه کې امنیتي ستونزې مني، خو د مېرمن امیني څرګندونې ناسمي بولي.
د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري وايي چې پورته یادې شوې ولسوالۍ لا هم د دوی تر واک لاندې دي او په وينا يې مسوولین يې خپلې دندې پر مخ وړي.
مېرمن جمیله امیني وايي چې حکومت اصلاً د فراه د ژغورلو لپاره کوم پلان نه لري.
وسله والو طالبانو د تېر کال عملیاتو په اوږدو کې پر ګلستان، دښت بکواه او خاک سفید سربېره د بالابلوک ولسوالۍ د پراخو سیمو د نیولو خبرونه هم ورکړل.