د امريکا د دفاع وزارت(پنټاګون) ودانۍ

پنټاګون: ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د دفاع وزارت څيړنیز راپور کاږي چې په افغانستان کې بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې تېرولو سره سره لا هم ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي.

که څه هم پنټاګون د افغانستان د امنیتي خوندیتوب لپاره د روزل شويو افغان عسکرو شمېر او کیفیت د ډاډ وړ بللی و، خو په تازه راپورونو کې مني چې لا هم په افغانستان کې د طالبانو لاس بر دی.

د پنټاګون د شپږو میاشتو په اوږدو کې برابر شوی سل مخه راپور د امریکا د متحده ایالاتو کانګریس ته وړاندې شوی او پکې ویل شوي چې تېر ژمی د طالبانو د زور شاهد و.

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو تېر ژمی زورور بریدونه کړي، خو په څنګ کې يې یادونه شوې چې افغان امنیتي ځواکونو يې پر وړاندې مقاومت کړی او په وینا يې ډېرې هغه سیمې چې طالبانو غوښتل سقوط يې کړې له سقوطه ژغورل شوې دي.

دا راپور چې د روان میلادي کال د لومړۍ نیمايي وضعیت پکې ښوودل شوی، لا هم پاکستان د سولې په برخه کې فعال اړخ بلل شوی او امریکا پخپل دې ملګري غږ کړی چې له افغانستان سره دې یو ځای د دوی په خبره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې.

د امریکا، پاکستان، چين او افغانستان تر منځ د سولې راوستو په پلمه د څلور اړخیزو ناستو لړۍ بشپړه له ناکامۍ سره مخ اوله ګڼو ناستو وروسته بې پایلې پای ته ورسېده.

د پنټاګون په راپور کې ویل شوي چې د دوی د څېړنو له مخې یوازې شل سلنه افغانان له امنیتي وضعیته ډاډه دي، پاتې ۸۰ سلنه تنو امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په دې سل مخيز څېړنیز راپور کې راغلي چې ۴۲ سلنه افغانانو تر روان وضعیت د طالبانو واکمني ښه بللې ده.

په راپور کې د جګړې د پرمخ وړلو لپاره افغان ځواکونه پر شا ټپول شوي خو پر دې سر بېره د دوی پرې ډېر شمېر مړينه او ژوبله خواشيني ښکاره شوې ده.

ياده دې پنټاګون په داسې حال کې د هېواد د وضعیت په اړه پورته څرګندونې په راپور کې وړاندې کړې چې خپلو ځواکونو ته يې په افغانستان کې د جګړې د پرمخ وړلو لپاره د مستقیمې مداخلې او افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه د جنګېدو امر کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د