شعـــــرونه

غزل: يونس تنوير

يونس تنوير

پاتې یې ترمنځ لکه جنجال یمه
زه یې د حیا د غرور سوال یمه
وخت و چې یې زړه پورې نیولی وم
اوس مې څه کوي چې سوری ډال یمه
څله دروازه را ماتوې د کور
را دې شي چې پروت لکه دیوال یمه
تانه یم سیوا خو ستا له نوره یم
زه به دې جلال نه یم، جمال یمه
دلته وم اوس نه یم دا نو څه کیسه؟
فکر کوم زه دې یو مثال یمه
ما درپورې زړه په خاورو وشینده
جوړ دې په هرڅه کې کړم کلال یمه
ما خو پښتنه داسې ونه لیده
وې یې زه د قدر شپه جمال یمه
شپه کې رانه ورک شو ما پیدا نه کړو
اې تنویره! دا څنګه مشال یمه
یونس تنویر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x