
ایساف: په چاودنه کي دوه بهرني عسکر وژل شوي دي
نن ټکی آسیا: د ایساف دوه تنه بهرني عسکر د افغانستان په ختیځ کي په یوه چاودنه کي وژل شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم نن د دوشنبې (23-9-2013) په ورځ د ایساف ویاند وویل چي ددوی دوه تنه عسکر هغه وخت ووژل شول کله چي پر هغوی د ښخ کړل شوې ماین وچاودېد.
د ایساف د مطبوعاتي پالیسۍ له مخي د وژل شویو عسکرو هویت نه دی ښودل شوی او نه هم د پيښي دقیق ځای تر اوسه اعلان شوی دی.
باید وویل شي چي دوه ورځي وړاندي هم ایساف ویلي وه چي ددوی درې تنه عسکر د یوه افغاني عسکر په ډزو وژل شوي وه.
ایساف په روان کال کي د ۱۳۱ تنو عسکرو وژل منلي خو د کتونکو په باور دا عدد تر اصلي عدد څو چنده کم دی.