د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال د ټاکنیزو ناندریو د زیاتېدو له امله استعفا ورکړې.

احمد جاوید حبیبي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مسلکي مرستیال و، پخپله استعفا پاڼه کې اصلي علت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نامعلوم برخلیک ښوودلی دی.

نوموړي د ضیاءالحق امرخېل له استعفا وروسته نږدې دوه کاله د دې ریاست د سرپرست رییس په توګه دنده اجرا کوله.

حبیبي پخپله استعفا پاڼه کې لیکلي چې د چنګاښ له لومړۍ نېټې نور خپلې دندې ته د پای ټکی ږدي.

هغه د راتلونکو ټاکنو په اړه حالات ګونګ بللي او ويلي يې دي چې په دې برخه کې کار کول د وخت ضیاع ورته ښکاري.

دا په داسې حال کې دی چې ولسي جرګې څو ورځې وړاندې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دویم فرمان هم رد کړ، د دوی په خبره د ټاکنو په کمیسیونونو کې د اشخاصو بدلون د ټاکنو د شفافیت شرط نه دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور هم د حبیبي د استعفا پخلی کړی او ویلي يې دي چې نوموړي تېره چهارشنبه خپله استعفا پاڼه وړاندې کړې خو تر اوسه د ریاست له لوري منل شوې نه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د