fbpx

نوی تلویزیون چې کاروونکي له ناروغیو ژغوري

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د سویلي کوریا د برقي اوزارو جوړوونکې کمپنۍ ایل جي (LG) د هندوستان څانګې داسې تلویزیون کاروونکو ته وړاندې کړی چې د ملاریا، زکا او ډینګي ناروغیو خپروونکي میاشې له منځه وړي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په دغه تلویزیون کې د میاشې له منځه وړلو ټکنالوژي « الټراسونک» څپې کارول شوي چې انسان يي نشي اوریدلی خو میاشو ته په کوټې کې د داخلیدو اجازه نه ورکوي.

د ایل جي د کمپنۍ د راپور پر بنسټ دغه تلویزیون د جون میاشتې په ۱۶مه په هندي بازارونو کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوی.

د ایل جي کمپنۍ همداراز اعلان کړی چې دغه کمپنۍ به د چینایۍ ازادې کمپنۍ لخوا تصدیق شوی دغه ټکنالوژي په خپلو اییرکنډیشنونو او د جامو وینځلو ماشینونو کې هم استعمال کړي.

دغه ټکنالوژي هغه مهال چې تلویزیون بند وي هم کار کوي او کوټې ته د مختلفو ناروغیو خپروونکو میاشو د داخلیدو مخه نیسي او یا په کوټه کې شته میاشې له منځه وړي.

دغه تلویزیون په دوو مختلفو ماډلونو کې چې د یوې بیه يي ۲۶۵۰۰ او د بلې بیه يي ۴۷۵۰۰ هندي کلدارې دي شتون لري.

د کمپنۍ په وینا دغه تلویزیون د لږ عاید لروونکو کسانو ته جوړ شوی کوم چې په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د مختلفو ناروغیو خپروونکي میاشې په کې ډیر زیات وي.

د ایل جي کمپنۍ یو جګپوړی چارواکی رسنیو ته وویل چې دغه کمپنۍ به راتلوونکی میاشت خپل دغه تلویزیونونه په فلپین او سریلانکا کې هم کاروونکو ته وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د