fbpx

ایا ریښتیا د امنیتي تړون شرائط د افغانانو له ګټو سره برابر دي؟

karzai and obamaqد شنبې په ورځ حامد کرزي ځوانانو ته دیوې غونډې په ترڅ کې وویل چې ((د امنیتي او  دفاعي تړون د لاسلیک په خاطر یې د امریکا پر متحدو ایالاتو داسې شرایط ایښي چې د افغانستان له ملي ګټو سره برابر دي))
کرزی ډیروخت په خپلو احساساتي ویناوو کې داسې څرګندونې کوي چې دعمل په ساحه کې یې پلي کول له محالاتوڅخه وي .

نوموړي په ځلونو دهمدغو احساساتي ویناوو په ترڅ کې دبهرنیانو په خلاف داقدام کولو ، هغوئ ته داختار ورکولو او په افغانستان کې دهغوئ دسرغړونو په غرض دهغوئ د مجازاتوګواښونه کړي ، خوکله چې یې دبهرنیانوپه تیره دامریکایانو لخوا له غبرګون سره مخ شوی بیايې خاموشي اختیار کړې.

دشنبې دورځې څرګندونې هم دحامدکرزي دهغوڅرګندونو له جملې څخه دي چې عملي کول یې دنوموړي دبي واکه ادارې ترصلاحیتونو لوړه خبره ده؛ ځکه په دغو څرګندونو کې نوموړی وايي چې مونږ دامنیتي تړون په لاسلیکولوکې په امریکایانو داسې شرائط منلي چې هغه دافغانستان له ملي ګټوسره برابردي ، خوحقیقت دادی چې دامریکایانو په دستور اودهغوئ ترګواښ لاندې ترتیب شوی امنیتي تړون په مجموع کې په هیڅ ډول دافغانانو له ملي ګټوسره برابر کار نشي بلل کیدلای.
ځکه افغانان په خپل هیواد کې داجنبیانو موجودیت او په هغه کې دپردیو واکمنې ته په هیڅ صورت اجازه نه ورکوي او هغه دخپل هیواد دخپلواکي او ځمکني تمامیت خلاف کار ګڼي .
افغانان دنړۍ په کچه هغه خلګ دي چې تربل هرچايې دخپل هیواد داستقلال او خپلواکي لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې ، له بهرنیو اشغالګروسره يې دمیړانې مقابلې کړې او ددغو مقابلو په ترڅ کې یې دنړۍ ځواکمن اشغالګر قوتونه راپرځولي.
اوس به دا څرنګه ممکنه وي چې په هغه ټاټوبي کې چې لویشت لویشت یې د دفاع او خپلواکۍ دشهیدانو په وینو رنګ وي او هرمیدان یې له یرغلګرو سره دجهاد او مبارزې سنګروي اجنبي اشغالګروته دامنیتي تړون دتیر ایستونکې معاهدې په پلمه دپاتي کیدلو او هالته ورته د دائمي اډو ورکولو اجازه ورکړای شي؟
په افغانستان کې دغه دبهرنیانو موجودیت او یا دامنیتي تړون ترنامه لاندې دسیسه چې کرزی یې دافغان ولس له مصالحوسره موافق بولي په حقیقت کې دافغانانو دتاریخ او ملت په خلاف دسیسه ده چې دی ورته په همدغو څرګندونوسره دپلي کولو زمینه برابروي .
افغانان داجنبیانو په دستور له هغوئ سره امنیتي تړون ته څه ضرورت لري؟
هغوئ خو له هیچاسره ددښمني کولو قصد او اراده نه لري ، افغانانوته چې همدا اوس کومې امنیتي ستونزې ورپیښې دي هغه ټولې دامریکایانو داشغال اوموجودیت له امله دي،اوکه ترهرنامه اوهره پلمې لاندې نورهم په افغانستان کې دغه اجنبي اشغال ته دغزولو لارې چارې برابریږي هغه دافغانانو لپاره دتهدید اونا امني لا مل ګرځي ، چې همدغه کار په هیڅ صورت دافغانانو له مصالحو سره موافق عمل نشي بلل کید لای.
افغانان سوله خوښوونکي خلګ دي ،په ذاتي توګه له هیچاسره ددښمني کولو عزم او اراده نه لري ،خو څوک چې یې په هیواد تیري کوي او امنیت یې ګواښې دهغوئ مقابله کوي اودغه مقابله دخپل ځان مشروع حق ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د