پخوانی ولسمشر حامد کرزی

حامد کرزی: پاکستان باید پوی شي، چې د ډېورنډ کرښه د منلو نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په تورخم کې د وروستیو نښتو په اړه تازه څرګندونو کې ويلي چې پاکستان باید پر دې پوی شي چې د ډېورنډ فرضي کرښه د منلو نه ده.

کرزي له بې بې سې اردو سره په تازه مرکه کې ويلي چې پاکستان، له هند سره د افغانستان پر نږدې کېدو خوابدی کېږي، ځکه ورته ګامونه پورته کوي.

حامد کرزي د تورخم جګړه کې هم پاکستان ملامت بللی او ويلي يې دي چې پاکستان د ډېورنډ کرښې اړوند ځينې اقدامات کړي، ځکه ورته ستونزې جوړې شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ويلي و، چې د تورخم د ناندرۍ تر شا پردی لاس دی او په وينا يې افغانستان په پردو لاسونو کې لوبېږي.

حامد کرزي د پاکستاني چارواکي دا ادعا بې بنسټه بللې او د ده په وینا افغانستان په سیمه کې له هندوستان او ایران سره یو اتحاد رامنځته کړی چې پاکستان هم باید پکې برخه واخلي خو په دې شرط نه؛ چې له هند سره به افغانستان اړیکي نه ساتي.

حامد کرزی چې د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې يې هم د پاکستان له لوري پر ډېورنډ کرښه ناندرۍ را پورته شوې په داسې حال کې د دې فرضي کرښې په اړه څرګندونې کوي چې د ځینو راپورونو له مخې یاده کرښه رسماً تایید شوې ده.

د ولسمشر غني د واک په لومړیو کې له کابله خپرېدونکې ورځپانې «ویسا» داسې اسناد خپاره کړل چې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ يې د ډېورنډ رسمیت په ډاګه کاوه.

د تورخم د ناندرۍ په اړه ښايي نن د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته وخوځېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سادات
میلمه
سادات

شک نشته چه کرزی له اوله هم د شیطانی مداریتوب شیطانی استعداد لرلو ، مګر دا استعداد یی د ۱۳ کاله شاه شجاعی غلامه پاچاهی دوره کی څو ځله نور زیات شو ، چه له امله یی د غلامی پاچاهی دری ځله تمدید شوه ، یعنی د اشغلګرو د پاره د کرزی د شاه شجاع یا ببرک جوړولو شعوری یا غیر شعوری ښه انتخاب وو ، اشغلګرو له ۱۳ کلو وروسته د کرزی خالیګاه ډکولو دپاره دوهم متفکر ( غنی ) روزلی او سرمایه ګذاری یی پری کړی د د وهم متفکر نوی نوم یی ورته هدیه کړو ، ولی… نور لوستل »