fbpx

د روژي دیارلسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د انجیل نزول :

په روژي په ۱۳ ورځ انجیل پر حضرت عیسی علیه السلام عنه نازل شو . حضرت عیسی علیه السلام هم د نورو پیغمبرانو په څير خلګ د الله تعالی دین ته دعوت کول ، وروسته عسیانو انجیل او د حضرت عیسی رضی الله تعالی دین په مکمل ډول تحریف کړل .

فلسطین ته د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه تګ او د بیت المقدس فتح :

مسلمانانو په فلسطین کي له زیات جګړو وروسته د رومیانو ملا ماته کړله او بیت المقدس يي محاصره کړ ، عیسايي راهبانو مسلمانانو ته حال ولیږه چي زموږ په مذهبي کتابونو کي د یوه شخص یادونه شوي چي هغه کس به دا ښار نیسي ، عیسوي راهبانو چي د کوم شخص نښي مسلمانانو ته وویلي هغه ټولي نښي له حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه سره برابري وي . د اسلامي لښکر سپاهیانو د ویني د تویدني او د ښار د خرابي د مخنیوي په خاطر امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه ته حال ولیږه چي تاسي فلسطین ته تشریف راوړئ ، حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه حضرت علي کرمه الله وجه په مدینه کي د خپل ځای ناستي په توګه پريښود او روژي په ۱۳ ورځ فلسطین ته ورسید ، عیسوي راهبانو چي حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه ولید اقرار يي وکړ چي دا همغه شخصیت دي چي زموږ په مذهبي کتابونو کي يي یادونه شوي ده او د عادل حاکم په نوم یاد شوی دی ، عیسوي راهبانو او د بیت المقدس ښار مشرانو سمدستي د ښار کلیانو مسلمانانو ته وسپارلي او ښار يي تسلیم کړ ، حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه له دوی سره تړون امضاء کړ او بیرته مدیني منوري ته وګرځيد .

په مسجد نبوي د تندر لویدل :

د روژي په ۱۳ ورځ په ۸۸۶ هـ ق کال کي چي د ۱۴۸۱ کال د نوامبر د میاشتي له ۶ تاریخ سره سمون خوري په مسجد نبوي باندي تندر ولوید او د مسجد ودانۍ ته يي ډير زیان واړاوو خو د رسول الله صلی الله وسلم  قبر او قباء مسجد تري روغ پاتي شول .

د حجاج بن یوسف وفات :

د روژي په ۱۳ ورځ په ۹۵ هـ ق کال کي حجاج بن یوسف وفات شو ، نوموړي د بنوي امیه کورنۍ د حکومت په مهال د حجاز او عراق والي وو، تاریخ کي د یو ظالم او جابر انسان په حیث پيژندل کیږي ، نوموړي په لسګونو زره کسان ووژل  ، له زیاتو ظلمونو او جبر سره سره نوموړي ځيني ښه کارونه هم کړی چي عبارت دي له : ۱- قران کریم ته د حجاج بن یوسف په امر زور او زیر ورکړل شول ۲- د سند هیواد او د پنجاپ ځیني برخي د نوموړي په امر او هڅو  د محمد بن قاسم له لوري فتح شوی .

د استاد عمر تلسماني وفات :

د روژي په ۱۳ ورځ په ۱۴۰۶ هـ ق کال کي چي د ۱۹۸۶ میلادي کال د مي د میاشتي له ۲۲ تاریخ سره سمون خوري د اخوان المسلمین دریم مرشد عمر تلسماني له کلونو مبارزي او دعوت وروسته له دي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړلي ، نوموړي د خپل ژوند  ډیر کلونه د مصر د طاعوتي نظام په بندي خانو کي تیر کړل .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د