نادري ناولده

برازیل: یو تاجر د مرګ وروسته دموټر چلولو لپاره خپل قیمتي موټر ښخ کړی

نن ټکی آسیا: ویل کیږي په برازیل کي د کاونت سکارا په نامه یو 62 کلن کس خپل موټر په ځمکه کي (ژوندۍ) خښ کړی، تر څو یې له مرګه وروسته وچلوي.

نوموړي خپل د پنځه لکو ډالرو قیمتي موټر د خپل قیمتي کور په باغیچه کي په ډیر ناز سره د یوې شانداري جنازې په ترڅ کې ښخ کړ.

نوموړی وايي چي دی دا کار وروسته تر هغه کوي کله چي د مصر د پخوانیو خلګو په اړه یو فیلم وکتی، په فیلم کي د هغوی په اړه ویل شوي وه چي دوی به خپل قیمتي سامانونه په ځمکه کي ښخول، تر څو یې ددې ژوند وروسته په هغه بل ژوند کي استعمال کړي.

او زیاته کړې چي زه قریبان او کورنۍ نه لرم، په دې ژوند کي می پيسی ډیري کړي، غواړم په هغه بل ژوند کي هم ددې سرمایې څخه ګټه واخلم، زه غواړم چي اقلا دا خپل موټر خو هلته وچلوم، او نور پاته خپل ټول مال به دولت ته خیرات کړم.

سکارا په نامه دغه تاجر خپل د موټر د ښخولو تر مخه د هغه سره ښه ډیر عسکونه واخیستل او وصیت یی وکړ چي دده قبر به هم د موټر د قبر تر څنګ کیندل کیږي.

http://i.dailymail.co.uk/i/pix/2013/09/19/article-2425452-1BEA5B49000005DC-525_634x422.jpg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x