شعـــــرونه

غزل: مصطفی ارين

مصطفی ارین

هم جام په لاس کې راکړي او هم جام راځینې اخلي
دا وخـت هم امتحان د کـوم انجام راځـينې اخلي

دمینې لفظ څو توري دي خونه ئې راوړم په ژبه
پوهیږم چې یو وخت به انتقام راځينې اخلي

پرون ئې د پل نښې راته ورانې کړې پر لارې
حیران یم چې دا نن څنګه سلام راځينې اخلي

ګوګل نه مې دټينګې عقیدې محراب جوړ کړې
منبر مې ورانوي د زړه امام راځینې اخلي

بس ښه خبره وشوه زه د غر شوم ته دسمې
ګل رخې په زارۍ ماڼو په پام راځینې اخلي

آرینه له مرچله کوزیدلې ځـــــکه نشم
هم ننګ راځينې اخلي او هم نام راځينې اخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x