امريکايي ليکوالان: د اوباما ناکامه اداره موږ وژني

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): په دې وروستيو کې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما پر بهرنۍ او کورنۍ پاليسي نيوکې کړي او زياتوي، چې د اوباما حکومت په خپل هېواد کې د خپلو خلکو امنيت نه شي ساتلی.

د مونيکا کراولي په نوم يوې ليکوالې واشنګټن ټايمز ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې اوباما خپله امنيتي پاليسي د چپيانو په خوښه او سلا جوړوي او د متحده ايالتونو او امريکايي ولس د ګټو په «غم کې نه دی.»

ليکواله زياتوي، چې د اوباما له اته کاله واکمنۍ وروسته اوس داعش د نړيوال جهاد د مشرۍ دعوه لري او «زموږ په خپل هېواد کې زموږ پر خلکو بريدونه کوي.»

مونيکا د فلوريډا اورلنډو وروستيو بريدونو ته په اشاره ليکلي، چې افغاني الاصله ۲۹ کلن عمر متين  د همجنسبازانو پر کلب بريد کې پنځوس تنه ووژل او له پنځوسو زيات يې ټپيان کړل.

د ليکوالې په وينا اوباما هڅه کوي، چې د اسلام او ترهګرۍ ترمنځ توپير اعلان کړي او دغه بريدونه يې بشري جنايتونه بللي دي.

«د ۲۰۰۱م د سپتمبر له يوولسمې وروسته په امريکا کې د اورلنډو پېښه تر ټولو «وحشي پېښه» وه، له دې وړاندې په باسټن، کليفورنيا، پاريس، بلجيم او نورو غربي هېوادونو کې د ترهګريزو بريدونو په پايله کې امريکا اړ ده، چې د اسلامي سخت دريځۍ په اړه جدي تګلاره جوړه کړي.»

د روسيې د خوشحالولو هڅه

بل پلو اېل ټوډ ووډ هم واشنګټن ټايمز ته په خپله ليکلي، چې موږ داسې يو ولسمشر ته اړتيا لرو، چې د ولسمشرۍ او سياسي قيادت اهليت په کې وي، نه دا، چې ټول ژوند کې د پرديو د خوښۍ لپاره هڅې وکړي.

ليکوال زياتوي، چې د اوباما په مشرۍ سپينه ماڼۍ دې ته اړ ده، چې په خپل سياست کې د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر ويلاديميرپوتين خوښۍ راخپله کړي، په داسې حال کې، چې پوتين تل له ناټو سره خپله دښمني په زرغرده اعلانوي او تل د ناټو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

ايل ټوډ ووډ ليکي، چې توره بحيره  اوس مهال د لويديځ او روسيې ترمنځ د کړکېچ سره کرښه ده، همدا رنګه منځنی ختيځ هم د امريکا په پرتله د روسيې او ايران د پراختيايي نفوذ ساحه ده.

د ليکوال په وينا، روسی ولسمشر د عربي نړۍپه اړه پاليسي په خپله جوړوي او په زغرده هڅه کوي، چې د متحده ايالتونو د ګټو مخنيوی وکړي.

د ايل ټوډ ووډ په خبره د روسيې سمندري پوځي بېړۍ د امريکايي سمندري سيمو پر پولو د دښمنۍ دورې وهي او روسيه شپه ورځ هڅه کوي، چې نوې پرمختللې وسلې جوړې کړي او په څرګنده د غرب او ناټو پر ضد څرګندونې کوي، په داسې حال کې، چې اوباما يوازې دا هڅه کوي، چې د ګواښونو کچه راکمه کړي، «مګر دا ډول سياسي ستراتيژي د روسيې په څېر د اتومي ځواک پر وړاندې ناکامي او کمزوري ده.»

ايل ټوډ وايي، چې د امريکا راتلونکی ولسمشر به په اروپا کې له سختو ننګونو سره مخ وي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې، چې اروپايي ټولنه هم د شړېدو په حال کې ده او له همدې کمزورۍ په ګټه اخيستو د روسيې استخبارات تل هڅه کوي، چې په دې اړه د خپلو ګټو لپاره پټ معلومات راټول کړي.

ليکوال د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ د نوماند ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې په حق بللي، چې اروپايان يې په دې ملامت کړي، چې د خپل امنيت او دفاع لپاره مناسب لګښت نه ورکوي او له راتلونکي ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې، چې خپل قيادي صلاحيتونه په کار واچوي او د خپل هېواد د امنيتي او اقتصادي ودې په اړه جدي ګامونه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د