کابل د وژنو، اختطافونو او نا امنيو په څپوکي

په داسې حال کې چې په کابل کې یوشمیر کسان د لویو لارو د نا امني په اعتراض کې لاریونونه کوي او له دولت څخه غواړي په شمال کې له لویو لارو څخه د یرغمل شویو کسانو په ژغورنې کې دي اقدام وکړي ، خپله د کابل ښار نا امنیو په سر اخیستی او هیڅوک ورکي د ځان د خوندیتوب احساس نشي کولای.

تیره ورځ د کابل ښار په پنځمه ناحیه د قلعه حیدرخان په سیمه کې د غیر مسؤلو وسله والو ترمنځ د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ۴ تنه مړه او ۵ نور ژوبل شول .

تر دې دري ورځې وړاندې د کابل اوړند پغمان ولسوالۍ کې څلورو وسله والو پریوه مسجد باندې برید وکړ چې له امله يي ۶ تنه لمونځ کوونکي مړه او ژوبل شول.

تر دې پیښې یوه اونۍ وړاندې د کابل ښار په تایمني واټ کې د (ډي سوزا) په نوم یوه هندۍ ښځه چې له یوې غیر دولتي موسسې سره يي کار کاوه د وسله والو لخوا وتښتول شوه.

د کابل امنیتي چارواکي د دې په ځای چې په ښار کې د يادو نا امنیو او غیر مسؤلو افرادو د دغه ډول جنايي فعالیتونو مخه ونیسي ، په کابل کې یې د بهرنیو مرستندویه مؤسسو کارکوونکو ته حکم کړی چې د ځان د حفاظت لپاره باید ځانګړي محافظتي ساتونکي وګماري او د هغوی له شتون پرته په ښار کې تګ راتګ و نه کړي.

د امنیتي چارواکو له دې اقدام څخه ښکاري چې هغوی یواځي د بهرنیو اتباعو د حفاظت او ساتنې مسؤلیت لري ، کابل ښاریان که وژل کیږي ، که د پیسو په مقابل کې یرغمل کیږي او که له نورو امنیتي ستونزو سره مخ کیږي پولیس او امنیتي ارګانونه یې د تحفظ او خوندیتوب مسؤلیت نه لري.

په کابل ښارکې د وژنو، اختطافونو او نا امنیو څپه په داسې حال کې مخ په خپریدو ده چې پنټاګون هم په یوه ښپږمیاشتني څیړنیزراپور کې کښلی چې په افغانستان کې د بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې موجودیت سره سره لاهم ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي.

په دولتي سیسټم کې اداري فساد، د دولتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات ، د خلګو لپاره د کار نشتوالی او لسګونه نورعوامل هغه څه دي چې هیواد یې له یوه داسې بحران سره مخ کړی چې اوس یې نه دلته موجود بهرنیان او نه هم د هغوی تر حمایت لاندې کمزوری ګډ حکومت د کنټرولولو توان لري.

دولتي چارواکي چې باید د خپل توان په اندازه یې د دغو امنیتي او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره کار کړی وی ، په انتخاباتي اصلاحاتو او نورو یو لړ داسې لایعني موضوعاتو بوخت دي چې نه د ولس کوم درد دوا کولای شي او نه يي هم د هیواد اوسني حساس شرائط ایجاب کوي

لهذا هغوي ته په کار دي چې د ولس محوره موضوعاتو او اساسي مشکلاتو په اړه غور وکړي ، او په خپلو نا مطلوبو کړنو سره ولس او هیواد له مزید بحران سره مخ نه کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مومن
میلمه
مومن

د جاغور جوړیدلو ناروغۍ ته زمونږ شرقی پشتو کی ( غور ) وایی د ایودین عنصر د قلت له امله د مری یوه غده پړسوب پیدا کوی ډیره لویږی ، په ځینو کی تر دی لویه شی چه مخ او څټ یی سره مساوی شی ، د یو غور لرونکی چاته شا وه هغه کس فکر کولو چه مخه یی ده ، بل کس چه د هغه غور او مخ پيژنی هغه مخاطب کس ته وایی ، ته چه ورسره خبری کوی [هغه غور دی مخ یی بل دی ]. زه د کابل او ټول هیواد د بی امینو په… نور لوستل »