کابل د وژنو، اختطافونو او نا امنيو په څپوکي

په داسې حال کې چې په کابل کې یوشمیر کسان د لویو لارو د نا امني په اعتراض کې لاریونونه کوي او له دولت څخه غواړي په شمال کې له لویو لارو څخه د یرغمل شویو کسانو په ژغورنې کې دي اقدام وکړي ، خپله د کابل ښار نا امنیو په سر اخیستی او هیڅوک ورکي د ځان د خوندیتوب احساس نشي کولای.

تیره ورځ د کابل ښار په پنځمه ناحیه د قلعه حیدرخان په سیمه کې د غیر مسؤلو وسله والو ترمنځ د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ۴ تنه مړه او ۵ نور ژوبل شول .

تر دې دري ورځې وړاندې د کابل اوړند پغمان ولسوالۍ کې څلورو وسله والو پریوه مسجد باندې برید وکړ چې له امله يي ۶ تنه لمونځ کوونکي مړه او ژوبل شول.

تر دې پیښې یوه اونۍ وړاندې د کابل ښار په تایمني واټ کې د (ډي سوزا) په نوم یوه هندۍ ښځه چې له یوې غیر دولتي موسسې سره يي کار کاوه د وسله والو لخوا وتښتول شوه.

د کابل امنیتي چارواکي د دې په ځای چې په ښار کې د يادو نا امنیو او غیر مسؤلو افرادو د دغه ډول جنايي فعالیتونو مخه ونیسي ، په کابل کې یې د بهرنیو مرستندویه مؤسسو کارکوونکو ته حکم کړی چې د ځان د حفاظت لپاره باید ځانګړي محافظتي ساتونکي وګماري او د هغوی له شتون پرته په ښار کې تګ راتګ و نه کړي.

د امنیتي چارواکو له دې اقدام څخه ښکاري چې هغوی یواځي د بهرنیو اتباعو د حفاظت او ساتنې مسؤلیت لري ، کابل ښاریان که وژل کیږي ، که د پیسو په مقابل کې یرغمل کیږي او که له نورو امنیتي ستونزو سره مخ کیږي پولیس او امنیتي ارګانونه یې د تحفظ او خوندیتوب مسؤلیت نه لري.

په کابل ښارکې د وژنو، اختطافونو او نا امنیو څپه په داسې حال کې مخ په خپریدو ده چې پنټاګون هم په یوه ښپږمیاشتني څیړنیزراپور کې کښلی چې په افغانستان کې د بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې موجودیت سره سره لاهم ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي.

په دولتي سیسټم کې اداري فساد، د دولتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات ، د خلګو لپاره د کار نشتوالی او لسګونه نورعوامل هغه څه دي چې هیواد یې له یوه داسې بحران سره مخ کړی چې اوس یې نه دلته موجود بهرنیان او نه هم د هغوی تر حمایت لاندې کمزوری ګډ حکومت د کنټرولولو توان لري.

دولتي چارواکي چې باید د خپل توان په اندازه یې د دغو امنیتي او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره کار کړی وی ، په انتخاباتي اصلاحاتو او نورو یو لړ داسې لایعني موضوعاتو بوخت دي چې نه د ولس کوم درد دوا کولای شي او نه يي هم د هیواد اوسني حساس شرائط ایجاب کوي

لهذا هغوي ته په کار دي چې د ولس محوره موضوعاتو او اساسي مشکلاتو په اړه غور وکړي ، او په خپلو نا مطلوبو کړنو سره ولس او هیواد له مزید بحران سره مخ نه کړي.

تبصرې (1)

  • د جاغور جوړیدلو ناروغۍ ته زمونږ شرقی پشتو کی ( غور ) وایی د ایودین عنصر د قلت له امله د مری یوه غده پړسوب پیدا کوی ډیره لویږی ، په ځینو کی تر دی لویه شی چه مخ او څټ یی سره مساوی شی ، د یو غور لرونکی چاته شا وه هغه کس فکر کولو چه مخه یی ده ، بل کس چه د هغه غور او مخ پيژنی هغه مخاطب کس ته وایی ، ته چه ورسره خبری کوی [هغه غور دی مخ یی بل دی ].
    زه د کابل او ټول هیواد د بی امینو په اړه همدا خبره کوم ، لمړی ټول هیواد او بیا کابل کی دغه حال دی او دغه حال خو لا شروع ده وروسته وروسته به تاسی د روسانو له وتلو وروسته خپل منځی جنګونو پرله پسی وحشت او ناخوالو شاهدان پاتی شی.
    دوهم اشغال چه نړیوال یواځنی هغه ستر قدرت دی چه پرونی روسان او پرونی اخوانیان هم ورسره ملتیا لری د یو ګروب اسلامی امارت د مجاهدینو په مقابل کی چه د خبرو کولو سیالان یی نه ګڼل د ماتو او تیښتو په درشل کی قرار لری ، که دوی د ځان د پاره د یو څه ناڅه بریاوو د اوړو پوزه جوړه نه کړی ، او د اخری او شکاره ماتو په حالت کی وتښتی دا معنی چه د امارت اسلامی مجاهدین سوپر او دوی له سوپرپاوری ولویدل. انګریزان لمړی خلک په نهای وحشت او ظلم تر اخری کچی ډاروی ، که ونه توانیدل دوهمه برخه یی شیطانی فتنی ، د خپل منځی جنګو د پاره محلی ملیشی جوړول ، او داسی نوری شیطانی کړنی کوی ، چه څه کوی هغه نه وایی او چه څه وایی هغه نه کوی ، چه خلک د دوی ماتی او تیښته احساس نه کړی او د هغه هیواد خلک په داسی هرج او خونړی خپل منځی جنګو کی پریږدی چه دوی یی هیر شی لکه دا کار چه د دوی په دستور او لاس اړونه روسانو هم وکړل .
    دوی په دوه راهی یا څو راهی کی قرار لری ، اسلامی امارت یی د خبرو سیالان نه ګڼی ، هغوی ته یی هیله لرله چه روغه او جوړه ورسره وکړی مګر په روغه او جوړه کی هم کوتک خوځوی ، که داسی ونه کړی ټول مو له منځه وړو ( لکه په دا ۱۵ کلو کی چه یی پری رحم کړی ؟ ) ، اسلامی امارت په داسی حال چه ځانونه بریالی ګڼی د دوی سره د دوی په خوښه نه خبله خوښه روغه او جوړه کوی او هغه د دوی د پوره ماتی په معنی ده ، نه یی منی .
    نوی او اخری ابشن همدا چه زمونږ مظلوم اولس د یوی بلی لسیزی د پاره خپلمنځی جنګو ته ټیله کړی د همدط کار د پاره یی په ارګ د تمام عیار خپل منځی جنګو د پاره د شمال او جنوب نمایندګان دواړه مساوی جمهور ریسان وټاکل د هغوی ټولی کړنی او د مقرریو او برطرفیو صلاحیت نیم په نیمه دی د یوه وزیران یوآځی د هغه اطاعت کوی او د هغه بل دشمنان دی صرف حالاتو او د اشغلګرو قوماندو ته منتظر دی ، د همدی کار د پاره یی د حزب په مشرۍ لمړی اربکی او اوس داعشی ملیشی رامنځته کړی چه خپلمنځی جنګو کی ممد واقع شی.
    دا چه مونږ اوس کابل یا ټول هیواد څه چه حتی پاکستان پشتنو کی څه ناخوالی ، وژنی او ګډوډ ۍ ګورو که اشغلګر د طالبانو سره د دو ی په خوښه روغی جوړی ته ونه رسیدلی افغانستان او پاکستان دواړه ( په ځانګړی دول د ډیورند د کرښی دواړو خواوو ته پشتانه ) به د خپلی منځی وخیمو جګړو شاهدان جوړیږی او یوه لسیزه وروسته به دسیمی جغرافیا د قومیت له مخی بدلیږی او په قومی بیس نوی هیوادونو کی به خپل ایزمیان او تش په نامه اخوانیان ګیدړان چارواکی کړی له هغه وروسته به د دی سیمو د زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ کوی .