fbpx

کورنيو چارو وزارت: غزني ته د طالبانو والي وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل):د کورنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د حکومتي ځواکونو په هوايي بريد کې د طالبانو له لوري د غزني ولايت لپاره ټاکل شوی والي د اب بند ولسوالۍ په پاینده خېلو کلي وژل شوی .

د طالبانو له لوري د غزني والي مولوي محمد قاسم صميم ياديږي .

کورنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې له نوموړي سره د څو تنو مهمو قومندانانو د وژني خبر هم ورکړی او يادونه يې کړې چې يادو کسانو په همدې ولايت کې ستر بريدونه رهبري او ترسره کول .

طالبان بيا د غزني والي د وژني ادعاء ناسمه او چورلټ دروغ ګڼي .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکي آسيا ته په را لېږل شوي اعلاميه کې ويلي : د غزني لپاره د اسلامي امارت والي ژوندی دی په دې اړه د دښمن پروپاګند حقیقت نلري .

څه وخت وړاندي حکومتي چارواکو داسي راپورنه خپاره کړل چې طالب والي ددوی له لوري په خاصو عملياتو کې ژوندی نيول شوی او دا دوهم ځل دی چې رسنۍ د طالب والي مولوي قاسم صميم د وژني خبر ور کوي .

پاته دي نه وي چې مولوي محمد قاسم صميم له درېو کالو راهسي د طالبانو له لوري د غزني ولايت د والي په توګه دنده اجراء کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د