افغانستان

کندز: د چادرې ولسوالۍ د استخباراتو رئیس وژل شوی

نن ټکی آسیا: د کندز ولایت څخه یو چارواکي د اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي چي نن سهار د کندز ښار ته نیژدې د استخباراتو یو رئیس ووژل شو.

د کندز امنیه قومندان غلام محي الدین زیاته کړې چي د غلام حسین په نامه دغه رئیس پر موټر سایکل باندي خپلي دندي ته پر لاره وو، کله چي ددوو کسانو له خوا په یو نیول شوي کمین کي تر ډز لاندي راغلی او ځای پر ځای ووژل شو.

تر اوسه د پيښي عاملین نه دي مالوم، خو ګمان کیږي چي طالبانو به وژلی وي.

ددې تر مخه د تیري چارشنبې په ورځ د کندز ولایت د انتخاباتو د کمیسون مشر هم په یوه ورته پيښه کي وژل شوی وو.

باید وویل شي چي همدا نن د ایساف ځواکونو اعلان وکړ چي ددوی دوه تنه عسکر د افغانستان په ختیځ کي د یوې چاودني له کبله ووژل شول، او دوه ورځي وړاندي د افغاني عسکر په ډزو درې نور وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x