روغتیا

منظم ورزش مو حافظه پياوړې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): ورزش کول يا د بدن جوړونې جېم ته تلل، يوازې بدن غښتلتيا لپاره ګټور نه دي، بلکې دې سره حافظه او ياداشت هم قوي کيږي.

د نيډرلينډ راډبوډ طبي پوهنتون له لوري په نوې شوې څېړنه کې راغلي، چې کوم کسان په منظمه توګه ورزش کوي، د هغوی ذهنونه د نوو معلوماتو په ترلاسه کولو کې ډېر فعال او غښتلي وي.

څېړونکي دا هم وايي، چې د ورزش ګټه دومره ژر تر سترګو کيږي، چې يوازې له ورزش څلور ساعته وروسته هم انسان په ځان پوهيږي، چې حافظې يې د ښه والي پر لور حرکت پيل کړی دی.

د څېړونکو په وينا ورزش د انسان بدن کې داسې کيميايي مواد پيدا کوي، چې ورسره حافظه قوي کيږي.

څېړونکي دا هم وايي، چې له ورزش يوازې څلور ساعته وروسته هم، چې څوک په خپل ذهن کې نوي معلومات راټولوي، نو د کمزورې حافظې لرونکي انسان په دماغو کې دغه معلومات تر دوو ورځو خوندي پاتې کيږي.

د څېړونکو په اند غوره حافظه هغه ده، چې نوي معلومات په اسانه خوندي کړای شي او زاړه معلومات ښه وساتلی شي.

په څېړنه کې دا نه دي ويل شوي، چې ورزش ولې او څنګه دماغ غښتلي کوي، مګر پخوانيو څېړنو ښودلې، چې ورزش سره د انسان په بدن کې نوي کيميايي مواد پيدا کيږي، چې ورسره د انسان حافظه قوي کيږي او بيا خوندي شيان په اسانه له ياده نه وباسي.

دا معلومات سېل پرېس طبي ژورنال خپاره کړي دي.

يادونه: دا معلومات يوازې د لوستونکو د ګټې او لارښوونې لپاره پښتو شوي او ګران لوستونکي کولای شي، چې د حافظې د کمزورۍ پر مهال له اړوند رنځورپوه سره اړيکه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x