افغانستان

غزني کې د طالبانو والي د خپل ژوند په اړه ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): په غزني ولایت کې د طالبانو نومول شوی والي مولوي محمد قاسم صمیم وايي چې ژوندی دی او په هوايي برید کې نه دی وژل شوی.

نوموړي په یوې غږیزه مرکه کې د کورنیو چارو وزارت هغه څرګندونې دروغ بللي چې د امنیتي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې یې د نوموړي د وژنې ادعا کړې وه. ښاغلي صمیم د طالبانو له ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي «زه د خپلو مجاهدینو مینځ کې یم او روغ یم».

نن د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ د پاینده خیلو په سیمه کې يې د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي محمد قاسم د خپلو درې تنو ملګرو سره یو ځای وژلی او دوه تنه نور «ترهګر» یې ټپیان کړي دي.

خو په غزني کې د طالبانو نومول شوی والي نه یوازې دا چې خپله مړینه ردوي بلکې زیاتوي چې په اب بند ولسوالۍ کې هیڅ هوايي برید نه دی شوی.

مولوي محمد قاسم صمیم وايي چې د حکومت امنیتي ځواکونه دا وړتیا نه لري چې هوايي بریدونه وکړي او په خبره یې، د دغو اوازو تر شا یې هدف دا دی چې خپلو «مورال ځپلو» عسکرو ته روحیه ورکړي چې ګویا دوی د طالبانو مهمو اهدافو ته هم رسیدلی شي.

نوموړی په غزني ولایت کې د طالبانو د غښتلتیا خبر ورکوي او زیاتوي چې د غزني په ټولو ولسوالیو کې «ښې لاسته راوړنې» لري او په لوړ مورال باندې جنګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسلم افغان

آفرين پرده او د ده پر مور او پلار چي دغسي اتل زوی يې راوړی دی. دا قواره يې د يوه رشتيني صميم اتل ده، دغه دی رشتينی في سبيل الله مجاهد. وياړ پرده او د ده پر مجاهدو ملګرو. مرګ د الله له لوري دي او هرڅوک بالاخره مری، که په دې لار کي شهيد سي تر دې لوی وياړ بیا چيري دی، خو الله دي په دې لار کي ډېر کار ځني واخلي او که له دې لويي هيوادنۍ معرکې ژوندی راووزي دا به د الله بله لويه پېرزوينه وي. هيواد پلورو زبونو موزيګيانو ته وايو چي که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x