نظــر

د افغانستان جگړه، یوه غلطه جگړه/ ادریس غزنوي

تر اوسه د بینگ ویست په څیر بل هیڅ یو امریکایي متقاعد جنرال، په افغانستان کې له محاربو ځواکونو سره غرونو ته نه دی ختلی او خپل ژوند یې د جگړې د لومړۍ کرښې له ښکاره خطرونو سره چې د راکټونو گولۍ به یې پرسر تېرېدې او شاوخوا به لگېدلې، نه دی مخامخ کړی. یوځل نژدې وه چې دی د کولرا د ناروغۍ له امله ومري.

اویاکلن ډنگراو سخت ویست چې د مرمۍ ضد خولۍ او واسکټ له اغوستو سره جوړ نه دی، وایي که څه هم په دې کارسره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي خو دا یې زده کړې چې له دغو دواړو پرته څنگه ځان له مرمیو وژغوري.

د نیویارک ټایمز په وینا دی د ښه ژوند کولو په فکر کې نه دی، د هغه میرمن بیتس ویست وایي، که دا نه وی، ښایي هغه هیڅکله هم کورته نه وى راغلى او هماغلته په افغانستان کې به پاتې واى.

ویست د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال ته چې د هغه د لیدو لپاره د امریکا په رود ایلند سوند کې د دوى کور ته ورغلى، په ټوکه ویلي، تصادفا دی دغه دی اوس دلته دی.

ویست چې د غلطې جگړی په نامه د خپل کتاب په اړه غږېده، په ډیراشتیاق یې له پوځ څخه دفاع وکړه،  خو په دې یې ټینگار وکړ چې متحده ایالات په مرکزي اسیا کې د دولت جوړولو پرهڅو میلیارډونه ډالر ضایع کوي.

هغه واضح وویل، چې د دغې جگړې ترشاه د بلوا ضد ستراتیژي چې هدف یې د سړکونو، ښونځیو او ملکي ادارو جوړول دي، ناکامه ده.

د غلطې جگړې په نامه د هغه دغه کتاب د سپینې ماڼۍ لپاره په یوه بد وخت کې له چاپه راوځي، په داسې یوه وخت کې چې له یوې خوا د افغانستان پر جگړې د منځني ختیځ حالاتو اغیز کړی او له بلې خوا واشنگټن په دې غور کوي چې د روان کال له دوبي څخه له دې هېواده په څومره شمېر نور امریکایي سرتیري چې په اوس وخت کې یې شمېر ۶۶ زره تنو ته رسي، وباسي.

امریکایي متقاعد جنرال بینگ ویست وایي، مسئله دا نه ده چې سمندري پلي ځواکونه یا پوځ په افغانستان کې باید څه وکړي؟

بلکې پوښتنه داده، چې دوى دا ټول باید د څه لپاره وکړي او نهایي هدف څه دی.

هغه زیاته کړه، پر دې اعتراض لري چې دوي په یوه دولتي میکانیزم بدلیږي. د نیویارک ټایمز په وینا که څه هم د سپینې ماڼۍ چارواکو تر ډېره هڅه کړې چې ویست کم اهمیته وښیي خو د هغه کتاب د اوباما اداره له یوه بل سرخوږي سره مخامخ کړې.

سپینې ماڼۍ د غلطې جگړې په نامه د هغه پر دې کتاب تبصره نه ده کړې او نه هم په دې اړه د امریکا د پوځ لوی درستیز چې ډېرې نیوکې یې پرې کړي، په دې اړه نظر څرگند کړی.

یوازې د پنتاگون ویاند دومره ویلي، چې د ویست په دغه کتاب کې پرهغو پېښو اتکا شوې چې تېر منى پېښې شوي او هغه د افغانستان له اوسنیو شرایطو سره سرنه خوري.

امریکایي متقاعد جنرال بینگ ویست د امریکا د گډو ځواکونو پر لوی درستیز انتقاد کوي، چې هغه گډې وډې سیاسي خبرې کوي او وایي چې پوځ په قتلونو سره بری نه شي ترلاسه کولای.

ویست د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن ته ورته نظر لري چې امریکا باید په دې هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر نیمایي یعنې پنځوس زره تنو ته راکم کړی، له طالبانو سره پر سولې ډیر تمرکز وکړي او امریکا دې دغه راز د مشاورینو یوه کوچنۍ ډله افغان محارب ځواکونو ته ولیږي او نور دې پر افغان حکومت چې په اداري فساد کې ډوب دی، مالي مرستې بندې کړي.

ادریس غزنوي

د ژمن ویب پاڼي نه په مننه نشر شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x