ورزش

هندوستان په یوې احساساتي لوبې کې له زیمبابووي څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): نن د هندوستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې هندوستان له زیمبابووي څخه په ۲ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د هندوستان لوبډلې وګټله او د زیمبابووي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د زیمبابووي لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیګمبرا تر ټولو غوره او چټکه توپ وهنه وکړه. چیګمبرا په یوازې ۲۶ توپونو د یوې څلوریزې او اوو شپږیزو په مرسته ۵۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د هندوستان لوبډلې لپاره بومراه دوه او دون، پټېل او چهل یوه یوه ویکټه واخیسته. پټېل خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۸ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

په ځوابي توپ وهنې کې د هندوستان لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پانډې او مندیپ سینګ غوره توپ وهنې سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د دغې لوبې د پایلې پریکړه د لوبې په وروستی بال وشو. د لوبې وروستی بال ته مهیندر سینګ دوني ولاړ و او مدزیوا توپ اچونه کوله چې مهیندرا سینګ دوني په دغه بال یوازې یوه منډه جوړه کړه او دغه لوبه يي په ۲ منډو وبایلله.

د هندوستان لوبډلې لپاره پانډې په ۳۵ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۴۸ او مندیپ سینګ په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو سره ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره چیبابا او موزاربانی دوه دوه ویکټې او تریپانو او مدزیوا یوه یوه ویکټه واخیسته. سکندر رضا خپل دریو اورونو کې ۱۸ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close