ورزش

شفیق الله شفق په ۴۹ توپونو ۲۷ شپږیزې ووهلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): شفیق الله شفق د ملي لوبډلې پیاوړی او چټک لوبغاړی پیښور په رمضان جام سیالیو کې حیرانوونکې او ریکاډ ماتوونکې توپ وهنه وکړه.

شفیق الله شفق د ملي لوبډلې هغه د ستاینې وړ لوبغاړی دی چې پیاوړې توپ وهنې سربیره په ډګر ساتنې کې هم ځانګړی وړتیا او مهارت لري او زیات شمیر خوښوونکي لري.

شفیق الله شفق ته د کرکټ بورډ له لوري ځانګړې پاملرنه نه کیږي او یوازې په ډیرو لږو سیالیو کې لوبول کیږي او هغه هم په داسې موقعیت کې د توپ وهنې فرصت ورکول کیږي چې خپل مهارت او وړتیا نشي ثابتولی.

شفیق الله شفق اوسمهال په پیښور کې د رمضان جام په سیالیو کې ګډون کړی او یوې لوبې کې توانیدلی په یوازې ۴۹ توپونو د ۲۷ شپږیزو په مرسته ۱۹۹ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شي.

په دغې لوبې کې د چټکې او حیرانوونکې توپ وهنې په پایله کې د سیالیو په لار اچوونکی ساجد خان لخوا نوموړي ته ۷۰۰۰ پاکستاني کلدارې جایزه هم ورکړل شوه.

شفیق الله شفق اوسمهال په نړیوال کرکټ سیالیو کې د شپږ میاشتنی بندیز سره مخ دی چې له همدې امله د ایریلینډ او سکاټلیند په ځلاف سیالیو کې هم نه دی انتخاب شوی.

تر دې دمه شفیق الله شفق د افغانستان لپاره په څلورو شل اوریزو نړیوالو جامونو او یوازې په یو یوه ورځنی نړیوال جام کې ګډون کړی او توانیدلی د زیات شمیر کرکټ خوښوونکو توجه جلب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x