افغانستان

د جنګ له سړېدو وروسته دوستم غواړي تورخم ته لاړ شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې تیار دی له پنځه زره وسله‌والو سره په تورخم کې د وژل شوو سرحدي پولیسو د غچ اخېستنې په موخه جګړې ته ولاړ شي.

په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو سره د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې اوربند اعلان شوی او دروازه هم د عامو مسافرو او ترانزیتي موټرو پر وړاندې خلاصه شوې.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې په تورخم کې پاکستاني ځواکونو یو پولیس افسر شهید کړ او څو نور يې ټپیان کړل او دی تیار دی چې پنځه زره سرتیري او خلک یوځای کړي او د دوی غچ واخلي.

جنرال دوستم په داسې حال کې تورخم کې د جګړې کولو سینه ډبوي چې د چارو کارپوهان په شمال کې هم د نوموړي جګړه ناکامه بولي.

سیاسي شننونکی لطیف سهاک امریکا غږ ته ویلي چې په شمال کې د جنرال دوستم عملیاتو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې. هغه ویلي چې نوموړی په دې څرګندونو سره غواړي چې د رسنیو پاملرنه ځانته جلب کړي.

«جنرال دوستم وايي تورخم ته ځم او له وطنه دفاع کوم، یو رسنیز کمپاین دی چې پر مټ یې غواړي د خلکو پاملرنه ځانته جلب کړي. که نه جنرال صاحب د تېرو څو میاشتو راهیسې په شمال کې دی او عملیات یې هم کړي دي، خو پایلې يې صفر دي. کله چې یو کس په خپله سیمه کې نشي کولای ارامي راولي، بهرني جګړې ته د تګ تمه لرل خندونکي ده».

دوستم په تورخم کې د جګړې لپاره سینه په داسې حال کې ډبوي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته د تورخم د ستونزې د حل لپاره تللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

پدی مورد کی ددوستم کړه وړه هغی مامور ته ورته دی چی په اداره کی په وچ زور مقرر شوۍ وۍ، مګر بست او وظیفوی لایحه یی نه وی څرګند. او د آمر د شتون په وخت کی ځان ایخوا دیخواته بوخت ساتی. دۍ خولا هم ښه دۍ د طالبانو د ځپلو پنامه یوی خوا اوبلی خواته ځان او جسکه کوی او هغه دی د تورخم په باره کی یی هم هغه د عامو خلکو په اصطلاح لکۍ ببره کړه او هم یی دکابلیانو خبره خپل شنګ ښکاره کړو،مګر خواره خواری دخرو دڅښتنو ده (جلالتماب عبدالله عبدالله) اولنډه غر یی،فیسبوکی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x