افغانستان

کندوز: د خان اباد برېښنا بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ګاوکش په سیند جوړ شوی د اوبو بند يې نن ګټې اخېستنې ته سپارلی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بند د اروپايي اتحاديې په یو میلیون یورو مرستې په دغه ولایت کې جوړ شوی دی.

دغه بند ۳۵ کیلومتره اوږدولي سره د ۱۸زره او ۶ سوه هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري او همدا راز ۱۰ میګاواټه برېښنا تولیدولای شي.

د ګاوکش سیند د پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال په کندوز کې د سترو پلان شوو پروژو څخه یوه وه. په دغه ولایت کې لا هم ډيری پروژې چې هغه مهال پلان شوې وې، نه دې تکمیل شوي.

یاد وزارت ویلي چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې هم د اوبو رسونې دوه پروژې بشپړې شوي او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

دغه پروژې د یادې ولسوالۍ په سلطان پور سیمه کې بشپړې شوي چې پر مټ به یې ۲زره هکتاره ځمکه خړوبه شي او ورسره به ترې ۱۲سوه کورنۍ ګټه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x