ulfat

بی مخه سړي، او بې پښې میرمني یو ښایسته انجلۍ زیږولې

نن ټکی آسیا: یو سړی چي مخ نه لري، او بله ښځه چي پښه نه لري، دواړو واده سره وکړ، او الله جل جلاله ورته له هره عیبه پاک یو ښایسته ماشوم ورکړ.

د لطیف ختانا په نامه یو ځوان چي عمر یې 32 كاله دی، او ورته بې مخه انسان  ځکه ویل کیږي، چي پر مخ یی د غوښو څو طبقې سره وډلي پرتي دي، چي له کبله یې د مخ هیڅ ملامح نه مالومیږي.

نوموړي خپل د مخ د عجیب او غریب شکل له وجي د واده لپاره ډیر وګرځېد او را وګرځېد خو څوک تیار نه وه چي وده ته خپل لور واده کړې، تر څو چي پر سلیمه خدای برابر کړ.

سلیمه بیا په طبیعي توګه په یوه پښه پيدا سوې وه، او د همدې عیب له کبله څوک دې ته نه تیارېده چي واده ورسره وکړې تر څو چي لطیف خان نه وو پر پیښ سوی.

د یو او بل لپاره جوړ د الله تعالی دغه دواړو نښانو په کال 2008 واده سره وکړ، او دادی اوس الله جل جلاله ورته یو ښکلی ماشوم ورکړ.

داسی ماشوم چي هغه نه د پلار د مخ عیبونه پر ځان لري، او نه د مور د یوې پښي غم. سالم، کامل او په ټولو حواسو بیدار.

دوی دواړه د هندوستان په جامو او کشمېر کي اوسیږي، او د خپل ژوند څخه تر اخیري حده پوري خوشحاله دي، د خپل د لور نوم یې (الفت) ایښی، او د الله څخه غواړي چي نور اولاد هم ورکړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د