دیني، سیرت او تاریخ

صحابه وو ته بد ویونکي او جزاء یې د شریعت په رڼا کې

لیکوال : عبدالفتاح فاتح

د فلوجې په ښار د روافضو خونړي بریدونه روان دي .

ددې ښار یوه اوسیدونکي په خپل ټوېټر لیکلي وو : عسکر مي کورته راننوتل زه یې ووهلم او بیا یې راته کړل دلته د ابوبکر او عمر په څېر خلکو مینوالو ته ځای نشته . . .

دا خلک روافض دي له ډيري پخوانۍ زمانې څخه دا ناسور په یوه او بل نامه په اسلامي ټولنو کې را پیدا شوی دی دوی ځانونه مسلمانان ګڼي خو صحابه وو ته د سپکاوي په سبب اکثره علماء وایي چې دوی د اسلام له مقدس دین څخه وتلي دي دا ډول کسان لوی الله جل جلاله هم په دنیا کې په مصیبتونو اخته کوي هم په اخرت کې .

صحابه رضی الله تعالی عنهم اجمعين هغه کسان وو چې په ډیرو سختو حالاتو کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ونیوه ، د هغه هر امر ته یې لبیک ووایه او د خپل تن په وینو یې د اسلام ډېوه بله وساتله ، هغوی خپل ویني په دې لاره کې توی کړې خو اسلامي احکام یې په ډېره امانتدارۍ تر مونږ پوري را ورسول دا خو د همدوی د ستړیاوو ، خولو او وینو برکت وو چې نن د اسلام مبارک دین د نړی هر ګوټ ته رسېدلی ، دا خو د همدوی برکت وو چی نن د نړۍ له هر کونج څخه د الله اکبر سپېڅلي ملکوتي نارې پورته کیږي او همدوی وو چې په داسي وخت کې چې نړۍ د جهالت په تورو تیارو کې ډوبه وه دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ او د دې نړۍ د اوسیدونکو په زړونو کې د حلم ، تقوی او اخلاقو ډېوې بلي کړي او…….

پس نو داسي سپېڅلوکسانو ته بد ویل به څومره ګناه او جفا وي چې الله یې په هکله فرمایی :

والسابقون الاولون من المهاجرین والانصار والذین تبعهم باحسان رضی الله عنهم ورضو عنه واعدهم جنت تجری من تحتهاالانهارخالدین فیهاابدا ذلک فوزالعظیم (سورة التوبه)

ژباړه : هغه مهاجرین او انصار چې د ایمان د دعوت منلو ته تر ټولو له مخه را وړاندي شول ، هغه کسان چې وروسته په رښتیني توګه په دوی پسي را غلل الل جل جلاله له دوی نه راضي شو او دوی له الله جل جلاله نه راضي شول الله جل جلاله د هغوی لپاره داسي جنتونه تیار کړي دي چې لاندي ترې ویالې بهیږي دوی به همیشه په دې جنت کې وي او همدا ستر فیض او بریالیتوب دی .

هر کله چې الله تعالی جل جلاله کومو کسانو ته د خپلي رضا سند په لاس ورکوي اود هغوی سره د جنتونو وعده کوي په داسي کسانو باندي د نورو کسانو له خوا د نیوکو کولو هیڅ مجال نه پاتي کیږي او کوم کسان چې په داسي خلکو باندي بد وایي هغوی بې له شکه د الله تعالی جل جلاله په عذاب اخته کېدونکي دي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : اصحاب کاالنجوم اقتدیتم اهتیدیتم

ژباړه: زما اصحاب د ستورو په شان په دوی پسې اقتداء وکړئ هدایت به ومومئ .
په یوه بل حدیث شریف کې راځي چې :

زما د صحابه وو په اړه له الله تعالی جل جلاله څخه ووېرېږئ ! دوی د ملامتیا نښه مه جوړوئ ، څوک چې ددوی سره محبت کوي هغه زما سره محبت کوي ، څوک چې له دوی سره کینه کوي هغه زما سره کینه کوي او څوک چی دوی ته تکلیف ورکوي هغه ماته تکلیف راکوي او څوک چې ما ته تکلیف راکوي هغه الله جل جلاله ته تکلیف ورکړ او چا چې الله جل جلاله ته تکلیف ورکړ د الله جل جلاله په راکشولو کې به راشي .

همدارنګه په یو بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

زما اصحابانو ته ښکنځل مه کوئ په تاسو کې که څوک د اُحد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي نو د اصحابو د یوه یا نیم موټ ثواب لاسته نشي راوړلای.

ابوسختیاني رحمة الله فرمایي : چا چې له ابوبکر رضي الله عنه سره محبت وکړ هغه خپل دین سیده کړ ، چا چې د عمر رضی الله عنه سره محبت وکړ د دین وړانګه یې پیدا کړه ، چا چې د عثمان رضی الله عنه سره محبت وکړ د الله په روښنايي سره روښانه شو او چا چې د علي رضی الله عنه سره محبت وکړ هغه د دین رسۍ په لاس کې ونیوله ، څوک چې د صحابه وو ستاینه کوي دغه کس له نفاق څخه پاک دی او څوک چی د صحابه وو بې احترامي کوي دغه کس منافق ، بدعتي او د سنتو مخالف دی او زه ویریږم چې ددې کس به هیڅ عمل قبول نه شي تر څو یې له صحابه وو سره مینه پیدا نه شي .

علامه ابن قیم الجوزی رحمة الله علیه په خپل کتاب کې د ابن الدنیا المحفوظ څخه نقل کوي او وایې : مونږ د مکې مکرمې له څنګه سره ناست وو زمونږ له مخي یو سړی تېرېده د مخ نیمایي برخه یې سپينه او نیم مخ یې تور وو دې سړي له ځانه سره چیغي وهلې : ای خلکو ماته وګورئ او له ما څخه عبرت واخلئ .
مونږ له هغه څخه پوښتنه وکړه چې تاته څه پېښه درشوې ؟ هغه سړي وویل : ما به ابوبکر او عمر رضی الله عنهما ته بد ویل ، د هغوی سپکاوی به مي کاوه او په بدو الفاظو به مي یادول ، یوه ورځ زه ویده وم په خوب کې ماته یو څوک راغی او راته یې وویل : ای د الله جل جلاله دښمنه ! ای فاسقه ! ته ولي د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما په حق کې بد رد وایې ؟ بیا یې زه پر مخ په څپېړه ووهلم کله چې سهار ما خپل مخ وکوت هغه په دې حالت وو چې د مخ نیم طرف مي سپین او نیم طرف یې تور وو .

همدارنګه د روافضو د یوه ستر عالم محقق دوسي په هکله کتابونه لیکي چې هغه یو ډیر ستر کتاب ولیکه د کتاب په اخره برخه کې یې د صحابه وو په هکله ډيري نامناسبي خبري وکړې کله چې محقق دوسي مړ کېده نو په هغه باندي یوه ناروغي مسلطه شوه هغه ډیر سخت ناروغ شو او داسي یو حالت ته ورسېد چې له خولې به یې فضوله مواد راتلل ، د هغه د پوښتني لپاره هیڅوک هم نه شو راتللی ځکه ددې ناروغي په سبب به د ده په شاوخوا ډيره بدبویي خپره وه ، د سیمي یو بل جید عالم د محقق دوسي په دې ناروغۍ باندي خبر شو د هغه د پوښتني لپاره راغلی او ورته ویې ویل : پوهیږې دا ستا تر خوله راتلونکي فضوله مواد څه دي ؟
محقق دوسي جواب ورکړ نه ! نه پوهېږم .
راغلي عالم د هغه په جواب کې وویل : دا هغه نامناسبي خبري دي چې تا د خپل کتاب په پای کې د صحابه وو په شان کې لیکلي دي .

الله تعالی جل جلاله دي زمونږ په زړونو کې ددې امت د ځلانده ستورو محبت ته ځای ورکړي !    آمين يا رب العالمين

الله تعالی جل جلاله دي هغه کسانو ته هدایت او راسخه لاره وښئي کوم چې په صحابه وو رضی الله تعالی اجمعين پسي بد رد وایي او هغوی ته د ملامتیا ګوته نیسي

وصلی الله علیه و آله و صحبه اجمعین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x