نړۍ

د اخوان المسلمین ګوند په مصر کي غیرقانوني اعلان شو

نن ټکی آسیا: د مصر په هیواد كي د اخوان المسلمین ګوند غیر قانوني اعلان شو، او ددغه ګونډ پر ټولو رسمي او غیر رسمي فعالیتونو بندیز ولګېد.

دا پریکړه نن د حکومت پلوه محکمې د مصر په پلازمینه قاهره کي واوروله، او اعلان یی وکړ چي د اخوان المسلمین ټول دفترونه، مالونه او هر څه به یې ضبطیږي، او حکومت ته به سپارل کیږي.

باید وویل شي چي د اخوان المسلمین ډله په مصر کي د پخواني واکمن حسني مبارک په وخت کي هم غیر قانوني اعلان شوی وو، ولي دغه ګوند بیا هم وکولای شوای چي خپل فعاليت په سري توګه جاري وساتي، او د حسني مبارک په خلاف د پاڅون وروسته دغه ډله یو ځل بیا میدان ته را ووتل او د حزب الحریه والعداله په نوم یې خپل ګوند جوړ کړ، او په عامو انتخاباتو کي ګډون وکړ، او انتخابات یې په غالب اکثریت سره وګټل.
خو یو کال یی نه وو پوره، چي د فوځي کودتا سره مخ سول، د ولس مشر دکتور مرسي په ګډون د اخوان المسلمین ټول مشران یو په بل په سي په بندي خانو کي واچول شول.

او دادی نن یې ددغه ګوند ټول فعالیتونه، هغه که په هر نامه او هر عنوان وي، یو ځل بیا بند شول.

که څه هم نن صبا په مصر کي د نویو واکمنانو په خلاف په ورځنۍ توګه لاریونونه روان دي، ولي د فوځي حکومت د اوسنیو چارواکو او امنیت له خوا هغه په زور ځپل کیږي، او اکثره لاریون کونکي بندي خانو ته اچول کيږي، او یا د مرګ او ټپ د ګواښ سره مخ کیږي.

د ازادو کتونکو په باور په مصر کي د اسلامي ګوند په حکومت باندي فوځي کودتا یو ځل بیا دا ثابته کړه چي دیموکراسي هسي شعار دی، او یوازي د سیکولر طبقې لپاره یو جوړ نظام دی، د اسلام په نامه سیاست او دیموکراسۍ کي لوبیدونکي ګوندونو د خپلي مبارزې اصل لاره ورکه کړې، او د دیموکراسۍ په یوه غولونکي شعار په سي ټول عمر خراب کړ، او ورسره یې اسلامي امت د دیموکراسۍ او دیموکراسیانو په تاریکیو کي ډوب کړ او خلاصه یې بیرته ددوی بندې کیدل، وژل کیدل او له هیواد شړل سول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x