نظــر

په ارګ كې د ډاكټر فاروق اعظم وينا (بشپړ متن)

له ویډیو ټایپه را اړونكى: عبدالوافي نايبزى

نحمده و نصلى على رسوله الكريم

بسم االله الرحمن الرحيم

انا اعطيناک الکوثر. فصل لربک وانحر. ان شانئک هوالآبتر ‍(صدق الله العظیم)

جناب رئيس صاحب دولت، جناب رئیس صاحب اجرائیة، قاضى القضات، د دولت اراكينو، د مجلسينو مشرانو، دلته ناست درنو عزيزانو، مشرانو، خويندو او دوستانو!

السلام عليكم ورحمة االله وبركاته

دلته نن زما د خبرو کولو طربقه څه بیله ده. او هغه دا چی د کوم مشکل سره چی اوس مخ یو څنکه یی حل کړو. کله چی موږ د ۸ د ثور خبره کوو، ضرور به د ۷ د ثور یادونه هم کوو. هغه داچی په دی ملک کی د ثور د ۷ په کودتا سره داسی یو حالت راغی چی د هیواد زیات نفوس قربانی سو او د هغو قربانيانو څخه يو زه يم، زما فاميل دى، او ستاسې ډیری دي او د دې مملكت اكثريت دى. هغه وخت زموږ پر خلکو داسي يو حالت راغى، چې زه دلته پر هغه بحث نه كوم، زه يې پر نتيجه چې اوس مونږ څه بايد وكړو خپل بحث بنا كوم. زه هغه ظلمونه او تكليفونه چې څنګه مثلاً زه خپله په دهمزنګ، پلچرخي كې د اعدام په انتظار وم او په لکو نور داسی ما غوندي خلک وو. ټول يې يوې خوا ته پرېږدو، خو هغه د پنځو زرو مړو لسټ چې څه وخت مخکي هالنډ كې نشر شو، په هغې كې دا نوشته دي، چې پلانى قتل شو، جرم يې دا و چې د افغان ملت غړى و. جرم يې نماز، ملا، فيوډال دغه رقم شيان… تحصيل كرده ى غرب. دا ټول د جرم دلائل مثبته وه، كه چا په غرب كې تعليم كړى وي، چې يو زه د هغوى څخه وم هغه بايد مړ شي. په حقيقت كې په ولس کي مخور او قومي مشرانو ته يو ډول چلېنج و، او حالات داسې راغلل چې ددی ملك يو ثلث مهاجرت ته مجبور شو. د دنيا په تاريخ كې عزيزانو دومره مهاجرت نه دى سوى، لكه د افغانستان په تاریخ کی چی وسو. د هند او پاکستان په ویش کی تر موږ ډیر خلک مهاجر سول، خو د نفوس په تناسب یو فیصد هم نه وه. د بنګله دیش په جنګ کی ډیر خلک مهاجر سول، خو د نفوس په تناسب هیڅ زموږ په شان نه وه. د هندو چين په جنګونو كې ډېر خلك مهاجر سول، خو يو ثلث د مملكت په دنيا كې نه دى مهاجر سوى. زموږ دا مهاجر شو. د دې نتيجه څه شى وه؟؟ خپل ملت په لوى لاس د حریصو همسايه ګانو غېږه كې واچول سو. د کمونستاڼو هغه ټول جرمونه يو طرف ته چې موږ يې ټول یی قرباني يو، خلك د منځه لاړل، بې سرپناه شول. خو دا چې زموږ ملت د حریصو ګاونډيانو لمنې ته واچول سو، دا خيانت د تاريخ نه بخښونكى خيانت دى. (چكچكي).

ښه!! چې ستا د كور دېوالونه يې مات كړل او دروازی ماتي سوی . نو هر څوك، هر سپى و پيشى ستا و كورته راغلل. دا ځكه خو دېوال نه لرئ!! دروازه نسته. هر چا خپل زباله، امبار او كچره په دې ځاى، ستا په كور، كې واچول. عابرين چې هم په لاره تېرېدل، هغوى هم راتلل، دلته يې قضاى حاجت كاوه. او كرار كرار پر تا داسې حالت راغى، چې تا بیا خپل كور جوړاوه، نو چا نه ورته پرېښودې، او اوس دې هم نه پرېږدى. اوسنی حال د همدغه لوی ظلم نتيجه ده. د دغه ظلم په مقابل كې قوم راپورته سو، دا ملت راپورته سو، د الله اكبر په چېغه يې دا حالت بدل كړ، نظام یی بدل كړ او د هغه تر شا لوی طاقت يې ختم كړ. زه شعارونه نه وركوم او احساساتي خبرې هم درته نه كوم.. يو لويه تاریخي پرافتخاره حماسه وسوه! هغه نورو خلكو څه تشريح كړل. زه يې دلته نتایج وایم.

زموږ جهاد یو عظیم باب د تاریخ وو، دا یو لوی شهکار وو، دا یو عظیم کار وو چی وسو چي څنګه یو ملت راپورته سو او په تش لاس یی د زمانی یوه لویه شریره امپراتوري ماته کړه. زما ښه ياد دي، زه امريكې ته ولاړم د جهاد په سر كې، او ما برېژينسكى وليدى چې هغه د جمهور رئیس جیمي كارتر د ملي امنیت مشاور و، او ما كوشش كاوه چې قانع یی كړم، چې امریکا د افغان مجاهدین سره كومك وكړي. برېژنسكي راته وويل: نا، افغانستان ولاړ؛ پاکستان راټینګول په کار دي. هغه په داسي حال کی چی سوک یی پر میز د میچني په شان په فشار ګرځلاوه وویل روس فیل دی چی پښه پر یو ځای کښیږدي، هرڅه تر پښی لاندي ذره ذره کړي او بیا بل قدم اخلی. خو دا مسلمان ملت ودرېدى او دا ټوله منصوبه يې سرچپه كړه، جهاد كاميابه شو. کله چې مونږ ودرېدو نو ډیرو بېا لاسونه راكړل، طبعاً بيا خو د دوى فايدې وي. مګر جهاد چې كامياب سو، ولې يو سم حكومت جوړ نه سو؟ يو خو دا و چې كميونسټانو ستا كور كنډواله كړى، دیوال او دروازى یی ورماتى كړې وي، ګاونډيانو نه پریښوول چې دا کور بيا جوړ سي. دا ځكه چې د كچرې، زبالې ځاى یی ورک کیدی. بيا به يې خر و غويي چېرې درولى؟ ددوی خر او غوايي بايد دلته ودرېږي، دا ځكه چې دا کور دېوال نه لري. د دوى چرګان بايد چېرته وګرځي؟ همدلته بايد وګرځي چې در و دېوال نه لري. په دې ترتيب کور جوړ نه سو، خو د جهاد په رهبرانو كې چی زه یی ملګری وم لازم کفایت نه و. هغه سياسي بصيرت متاسفانه په موږ كې نه و، چې د نن ورځې د ذلت څخه يې د جهاد رهبران خلاص كړي واى. چي د نن ورځي د ذلت سره دوى نه واى مخامخ سوي. د دوى اختلافاتو طالب را پيدا كى. زما بالكُل په ياد دي، چې دا طالبان همدې د جهاد مشرانو تقويه كړل. چا به فرشتې ورته ويلې. چا به خود جوش اسلامي تحريك ورته وایه او داسی نور خواړه القاب. د كندهار لوی قول اردو چی ۲۲ زره میله توپک، په سوو ټانکونه او یو عالم جنګی الوتکی یی درلودي همدی د جهاد مشرانو طالبانو ته تسلیم کړی. همدې د جهاد رهبرانو د يو بل پر ضد طالبان تقویه کړل. طالب هم د تېر تجربو څخه هېڅ پند وانخيستى، نه يې د كميونيسټانو څخه پند واخيست او نه يې د مجاهدينو څخه. د اسلامي نظام پر ځاى يې ملاشاهي قايمه كړه. او د هغه آیة شریف خلاف كار يې وكى چې : ان الله یأمرواکم أن تؤدوا الأمانات الی اهلها. ددوی وزير زراعت ملا، وزير صحت ملا، وزير پلان ملا، وزير معدن ملا، بس ملاشاهي قايمه شوه! نتيجه دا سوه، چې هغه د خطر زنګ چې پېغمبر صلى االله عليه وسلم ورته وهلى و، چې كار نا اهلو ته وسپارل سي. فانتظر الساعة، د قيامت انتظار وباسئ (چكچې).

هر دولت چې كار نا اهله ته وسپاري، هغه دې له دننه څخه وبېرېږي، نسبت دښمن ته! هغه په حقيقت كې له دننه څخه خوړل كېږي، همدغه يې خوري. طالبانو د پېغمبر علیه السلام انذار او اخطار ته توجه ونه کړه چی کار و اهل ته وسپاری. که نه، نو د قيامت انتظار وکړی. پر طالب همهغه قيامت راغى.

نوى حكومت راغى. خارجيانو سره په لوی تعداد هغه پخواني مجاهدين راغلل. هغوى بيا هم له تاريخه پند وانخيست. او بيا يې داسې يو حكومت جوړ نه كړاى سوى او يا چا ورته پرېنښوول، چې د ملت په درد وخوري، هغه طالبان چې مات سول، انډېوالانو زه تاسې ته سمې خبرې كوم، طالبان مات سول. او عذر يې كاوه، او دغسې يې غوږونه نېولي و، چې موږ مات یو، موږ پرېږدئ خپلو كورونو كې چې ژوند وكړو؛ حکومت کی برخه نه غواړو. خو چا نه پریښوول. كرزى صاحب، چې اوس به زما خبرې اورې، ماته وويل چې ماته راغلل او ويې ويل چې موږ په حكومت كې چوكۍ نه غواړو، خو په كورو كې مو پرېږدئ. مګر موږ موقع ورنكړه؛ موږ پرې نښوول. ماته د كندهار واليانو ويلي دي چې طالبان په عذر راغلل چې موږ فرار او پاكستان ته مه احتياجوئ. خو موږ موقع ورنکړه. خالد پښتون، زموږ د کندهار وکیل چی دلته ناست دی، ماته کیسه وکړه چی په کوئټه کی ۱۶ تنه د طالبانو مشران چی نومان یی نه اخلم او ښایي یو شمیر یی دلته ناست وي، ماته راغلل او وی ویل موږ نه غواړو پاکستان کی ژوند وکړو. موږ د پاكستان سره تجربه لرو، په حكومت كې هم چوكۍ نه غواړو، خو د خدای په لحاظ خپلو کلیو او وطن كې مو آرام پرېږدئ. تیار پاکستان ته تښتیدلی او هلته آرام ناست وه. خالد پښتون وایي دغه ۱۶ تنه ما راوستل دلته مې امريكايانو ته حواله كړل، هغوى بوتلل ګوانتانامو و بګرام ته او کلونه یی په زندان کی تعذیب او ځنیی یی هلته مړه سول. دی نظام لویه سهوه وکړه. دا د وطن خلک وه، که خلقیان وه هم د وطن وه، که مجاهدین وه او که طالبان. باید نه وای وژل سوی او نه وای شړل سوي.

بعضو خو حتى د طالب په نوم د پښتون د وژلو پروژه جوړه كړه، چې پښتون بايد ختم شي، پښتون بايد ونېول شي، پښتون وځپل شى. (ګرمې چكچكې) …..

دا ځكه چې د دوى په لاس د ناټو سوټى ورغلى و، او د ناټو په سوټي يې پښتون واهه. دا یی سهوه وكړه!! دا غلط كار دى. زه په دې پوهېږم، دوستانو!! دې نظام كې لاسته راوړنې سته، دې نظام كې كار سوى دى. خو په دې نظام كې بې عدالتي هم سته!! دا چې يو څوک وایي د سولي په خاطر د ۱۵ کاله لاسته راوړونو څخه نه تیریږم، خو دا بی عدالتي هم د تحمل وړ نه ده. پنځلس کاله پر پښتون جنګل تحمیل سویدی. پنځلس کاله د پښتون بچی له تعلیمه محروم دی. سږکال له دایکنددي چی تر پرونه ولسوالي وه ۶۵۰۰ تنه شاګردانو د کانکور ازموینه ورکړه خو له لوی تاریخي کندهار څخه یوازی ۲۱۰۰ هلکانو امتحان ورکړ. دا وضع تر قیامته تحمل کیږي نه. (چکچکي). پښتون په دولت کی د خپل نفوس په تناسب دیر کم فرصت لري.

جناب رئيس صاحب، جناب ډاكتر صاحب عبداالله! زما د زړه سر ياست، دا بې عدالتي دوام نه شي پيدا كولى!!

راغلو ودې ته چې څه بايد وسي؟

زه په حیث د یو سپین ږیري، په حیث ستاسی د یو دوست او په حیث ددی چی په دغه سنګر کی درسره ناست یم، زه ستاسې سره خپله تجربه شريكوم. ددی كور دېوالونه مات دي، د دې كور دروازې ماتې دي. همسايه ګان تاسې نور د دروازو او ديوالو جوړولو ته نه پریږدي. خو دا ملک تر قیامته هم په جنګ کی ژوند نه سي تیرولای. پنځلس کاله خو په جنګ کی تیر سول؟ ۵۰ کاله نور جنګ؟ ۱۰۰ کاله جنګ؟ د نورو اجندا‌ به تر کومه مخ ته بیول کیږي؟ جنګ پر موږ تحميل دى. كوچنيان مو پوهېږي، هر څوك پوهېږى، چې څوك د چا تر شا ولاړ دي. څوك څوك دى، دا جنګ څوك پر مخ بيايى، ماته دا په كار هم نه ده چې زه دا خبرې تاسې ته وكړم، موږ ټول سره پوه يو! اوس لار دحل څه شى ده؟

عرض مې دا دى چې موږ اوس د سولې په ارتباط څه وكړو؟ د دولت تاسې مشران ياست، خپل نظامي قواوې به تقويه كوئ! زما خبرې واورئ! دوستانو خبرې واورئ، دا نظامي قوه به قوي كوئ، ځكه چې دا ستاسې او ددې نظام دفاع ده. لکن په دی خبره هم باید یقین ولری چی دا ملک جنګ تر قیامته نه سي تحمل کولای؛ د جنګ په زور دا نظام نه سی ساتلای. دا نظام یوازي په جنګ ساتل کیږي نه. تاسې به خپل نظامي قوت لرئ، په مذاكراتو كې به په قوت كښېنئ، خو دا به مو په ذهن كې وي چې دا جنګ به حتمي ختموئ، هغه چې پرون يې تاسې ته عذر كاوه، خو موقع مو نه وركوله، هغه اوس نن قوت دى! زه یی فیصدي نه وایم چی څو فیصده مځکه یی په لاس کی ده. خو یو فیصدي مځکه یی په لاس کي ده. اوس به نور ددوی د تسلیمي خبره نه کوی بلکی تاسي به و دوی ته په قدرت كې شراكت وركوی. دلته داسې كسان په دې قوت كې شريك دي، چې په تقوی كې تر طالبانو ډېر خراب دي. (ګرمې چكچكې). كه سوله د قانون اساسي په تعديل راځي. دې ته حاضر شئ! قانون اساسې بېله دې هم تعديل غواړي. كه سوله د چوكۍ په وېش كېږي، ورته حاضر شئ، دا ملك ته سوله راولئ! دا قوم باندې رحم وكړئ! راغلم منحېث د يو سپين ږيري، چې په سوله كې لويه تجربه لرم، دلته خلك ناست دي، چې جنګونه و، ما په سوله كې كار كاوه. زه بين المللى تجربه هم لرم. نورو ملكو ته هم دسولې دپاره تللى يم. د كرزي صاحب سره چې مې د سولې كومې خبرې كړې وي، تاسې ته يې وايم! كرزى صاحب ته مې وويل چې د دې طالبه سره كښېنه! هغه ويل، زه نه كښېنم، طالب د پاكستان ګوډاګى دى. ما ورته وويل، چې دا خبره مه كوه. موږ ټول غټان يو، په هر څه پوهېږو. كه ته ووايې زه د طالبه سره نه كښېنم، هغه د پاكستان ګوډاګى دى، زه د پاكستانه سره كښېنم. هغه به تاته بالمثله خبره وكړي چي زه د امريكا سره كښېنم، ستا سره نه كښېنم. (چكچكې).

پس تاسې دواړه د خپل مملكت سرنوشت په حقيقت كې د امريكا او پاكستان په لاس كې وركوئ! ته دى نفی كوى، خپل سرنوشت د پاكستان لاس ته وركوي، هغه تا نفی كوى، سرنوشت د امريكا لاس ته وركوي. پس په لوى لاس د افغانستان سرنوشت امريكا او پاكستان ته سپارل كېږي . چې واخلی زموږ سرنوشت تاسي وټاكي! نه، دا كار نه دی پكار!!!! زما عرض تاسې دوه مشرانو ته دا دى، دغو ټولو دوستانو ته دا دى چې تر اوسه مو چې پاكستان ته څه كړي دي، موږ يې تائيدو، تاسې پاكستان ته مراجعه كړې ده، پاكستان مو ټيسټ كړى دى، امتحان كړى دى، لاكن اوس خو هغه تېره شوه، اوس خپل ملت ته مراجعه پكار ده، خپل قوم ته مراجعه پكار ده!(چكچكې).

په دې ملك كې موږ سپين ږيرې لرو، مشران لرو، د عزت خلك لرو، علماء لرو، درانه خلك لرو، چې خير غواړي؛ د دې ملت په دغو خلکو اعتماد وكړئ! ددوی منځګړيتوب ته موقع ورکړی. دغه د سولي عالي شوری وساتئ په حيث د ادرس د حكومت، خو په دې ملت كې خلكو ته موقع وركړئ چی ستاسی او مسلح مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. موږ كومك درسره كوو چې منځګړيتوب رامنځته سي. ستاسې او د طالبانو ترمنځ منځګړيتوب وكړي. پاكستان او امريكا دې تر شا وي. دغه امتياز چې تاسي پاكستان ته وركوئ، دا طالب ته وركړی! هغه امتياز چی طالبان یی امريكا ته وركوي، تاسي ته دې دركړي. (چكچكې).

دا مسله دې حل سي! موږ په دې لار كې مرسته درسره كوو! تاسې كوشش وكړئ، چې خارجيان خپل تر شا روان كړئ، هسې نه چې تاسې په خارجيانو پسې روان ياست! دا ملت په اعتماد كې واخلئ، همدا كار كېږي. تر اوسه مو هيڅ ګټه نه ده كړې، چې مونږ خپل منافع د خارجي دنيا د هېوادو او همسايه وسره هماهنګ كړو، بلكې دا په كار ده چې د دنيا او همسايه و منافع د خپلو منافعو سره هماهنګې كړو! او دا كار موږ درته كوو، دا كار په دې ملت كېدونکی دى، موږ اصول لرو، موږ د جرګو اصول لرو. موږ پوهېږو، چې څه وکړو او څنګه یی وكړو. دا پاكستان به تاسې ته اړ وي! دا دنيا به تاسې ته اړه وي. دا به بيا ستاسې تر شا ځي. اوس چې تاسې ورته عذر كوئ، هغوى به بيا تاسې ته راځي، خو د خداى په لحاظ په دې ملت اعتماد وكړئ، دې ملت ته په عزت وګورئ، او دا فكر وكړئ، چې دا سوله بايد په هر قيمت راشي. د سولې قيمت تر هر بل شى لوړ دى. او په هېڅ عنوان دسولې مخه نېول جايز نه دي. موږ په دې لار كې ستاسې سره مرسته كوو؛ موږ ستاسې وروڼه يو، په يو كشتۍ كې سپاره يو، االله پاك دې پر تاسې رحم وكړي، االله پاك دې پر دې ملت رحم وكړي.

ډېر تشكر

غويي 8مه نیټه،1395،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اشرف

په نوموړې ویناباندې باید د اشرف غني د خبرو پیلامه د تبصرې په توګه ولیکل شي:

نری غږ ؛مونګ له هیچا سره معامله نده کړې او جناب داکتر صاحب ته باید وویل سي چې مونګ معامله ګر نه یاستو؛ ډب او بیاهم بل لوی ډب. اخ نږدې ده چې د وینا میز مات شي.

محمد اشرف غنی

افغان

د ډاګتر صاحب ، وینا می تر یوی کچی خوښه شوه ، الله ج دی اجرونه ورکړی ، زمونږ سپین ږیری دی، زه یی له نزدی پیژنم غوری می ورسره کړی میلمستیا مو سره لرلی ، په مسایلو مو تر ډیری کچی خبری کولی . زمونږ ستونزه دا ده ، چه هر څوک د قدرت وږی او تږی دی زه نه وایم چه د قدرت اخستنه ګناه ده ، مګر ګناه دا ده چه د شاه شجاع ، کارمل او کرزی په شان د نورو په مټو او نورو ته په چاپلوسۍ ځان قدرت ته رسوی ، یعنی د کرزی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx