ikhwan logo

د اخوان المسلمین تنظیم ولي غیر قانوني اعلان شو؟

پرون ورځ په مصر کې د قاهري د بیړنیو چارو محکمې د دغه هیواد تر ټولو ستر اسلامي ګوند د اخوان المسلمین تنظیم غیر قانوني اعلان کړ او د هغه د ټولو اړونده څانګو په فعالیت یې بندیز ولګاوه .

د اخوان المسلمین ګوند چې په کال ۱۹۲۸ کې د شهید حسن البناء لخوا تأسیس شوی په خپل ۸۵ کلن سیاسي تاریخ کې یې دا دریم ځل دي چې غیر قانوني اعلانیږي .

لومړی ځل یې په کال ۱۹۴۸کې هغه وخت په سیاسي فعالیت بندیز ولګیدو چې کله ددې ګوند غړيو په فلسطین کې د اسرائیلو په خلاف وسله وال جهاد کې ګډون وکړ، هغه مهال مصري چارواکو یواځې د اخوان المسلمین ګوند په سیاسي فعالیت بندیز لګولو بسنه ونه کړه بلکې دهغه تر څنګ یې ددې ګوند اکثریت پلویان یې بندیان او وروسته یې د نوموړي ګوند مؤسس حسن البناء هم ترور کړ .

په ۱۹۵۲کال کې بیرته ورته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړه شوه او د دې ګوند پلویانو وکړای شول چې د انګریزي استعمار په خلاف پوځي او سیاسي فعالیت کې تر ټولو مهم رول تر سره کړي چې د دوئ دغه فعالیت په مصر کې د شاهي حکومت ړنګیدو او په دغه هیواد باندې د انګریزي استعمار پایته رسیدلو لامل وګرځیده .

دوهم ځل په ۱۹۵۴کال کې د هغه پوځي حکومت لخوا د اخوان المسلمین ګوند فعالیتونه منع اعلان شول کوم چې هغه د دې ګوند د سیاسي او پوځي فعالیتونو په نتیجه کې منځته راغلی وه ، خو د اخوان المسلمین ګوند پلویانو د جمال عبد الناصر په مشرۍ د پوځي حکومت له بندیز سره سره بیا هم خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکړ اوله ۱۹۵۴ تر۲۰۱۱ کال پوري د جمال ناصر، انوار السادات او حسني مبارک د واکمنۍ په موده کې یې په مصري ټولنه کې د خپلو منظمو سیاسي فعالیتونو په ترڅ کې خپل رول او اغیز فعال وساتو .

د۲۰۱۱ کال د جنوري په ۲۵ د حسني مبارک د مستبد حکومت په خلاف د مصري ولس په عمومي پاڅون کې بیا هم مهم رول د اخوان المسلمین تنظیم وه چې بالآخره د دغه حکومت په ړنګیدو سره پای ته ورسیدو اوپه ترڅ کې یې د پوځي حکومت تر څارنې لاندې د۲۰۱۲ کال عام انتخابات تر سره شول .

په دغو انتخاباتو کې اخوان المسلمین د حریت او عدالت تر نامه لاندې نوي جوړ شوي تنظیم په اعلانولو سره ګډون وکړ او د اکثریت په ګټلو سره یې د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې په ۳۰ د ډاکټر محمد مرسي په مشرۍ حکومت اعلان کړ چې دا د مصر په تاریخ کې لومړی ځل وه چې د خپلواکو ټاکنو له لارې منتخب حکومت د واک چارې تر لاسه کړلې.

خو تر یوه کال تیریدلو وروسته د۲۰۱۳ کال د جولای د میاشتې په ۳ نیټه د پوځ لخوا د ډاکټر محمد مرسي په مشرۍ همدغه منتخب حکومت د پوځي کودتا په ترڅ کې ونړول شو، منتخب ولسمشر ډاکټر مرسي د پوځي کودتاچیانو لخوا جیل ته ولیږل شو په زرګونو پلویان يې مړه، زخمیان او بندیان شول او بالآخره د دې هیواد د بیړنیو چارو د محکمې لخوا د دريم ځل لپاره د اخوان المسلمین ګوند غیر قانوني اعلان او په هر ډول سیاسي فعالیت یې بندیز ولګیدو.

اوس پوښتنه دا ده چې هغه ګوند چې د مصر په سیاسي تاریخ کې تر ټولو اوږده سابقه لري، او د ولس په مطلق اکثریت سره د هغو انتخاباتو له لارې واک ته ورسیدو چې د ډیموکراسي تر ټولو اساسي عنصر بلل کیږي له خپلو په اصطلاح ټولو سوله ایزو (غیر جهادي) فعالیتونو سره سره ولي غیر قانوني اعلانیږي؟

لامل یې ښکاره دی او هغه دا چې د مقتدرې غربي نړۍ (امریکا) له نظره یواځې هغه سیاسي لارې چاري (دیمکراتیک روشونه) د منلو وړ دي چې هغه له امریکايي مصالحو سره په ټکر کې نه وي.

هغه دیموکراتیک سیاسي فعالیتونه چې غربي منافعو ته پکي د خطر احتمال لیدل کیږي په هیڅ وجه د نړۍ په هیڅ کونج کې هم د بقاء او استمرار هیڅ چانس نه لري چې د مصر روان ناورین یې تر ټولو غوره بیلګه ده .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د