افغانستان

سرتاج عزيز: پر تورخم به دروازه جوړوو، که چا بريد وکړ، ځواب يې ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): پر تورخم کرښې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو له څو ورځو جګړو او تاوريخوالي وروسته د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز يو ځل بيا ويلي، چې پر تورخم به دروازه جوړيږي او که هر چا «د پاکستان پر خاوره او ځواکونو بريد وکړ، نو موږ به يې ځواب وايو.»

سرتاج عزيز بي بي سي اردو سره په خپله مرکه دا خبره ومنله، چې تورخم کې دروازه د دواړو هېوادونو له هوکړې وروسته جوړيږي، پاکستان افغانستان له شوې ژمنې سرغړونه نه کوي او نه هم د کوم نړيوال قانون څخه مخالفت کوي.

د سياسي چارو څارونکي او ولسي وګړي د تورخم دروازې پرانيستو ته خوښ دي او زياتوي، چې حکومت بايد د تورخم کړکېچ د پای ته رسولو لپاره تلپاتې حل راوباسي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د دروازې جوړولو هڅې پيل کړې، چې د افغان ځواکونو له لوري يې مخالفت وشو او له لفظي شخړې وروسته دغه ستونزه په جګړې واوښته، چې درې ورځې يې په وقفه‌يي شکل دوام وکړ.

سرتاج عزيز وايي، چې «موږ دروازه په خپله خاوره او حدودو کې دننه جوړو، په دې اړه د چا اجازې او د اندېښنې اړتيا نه شته.»

د نوموړي په خبره پاکستان دغه دروازه له صفري نقطې پنځوس متره لرې په خپله خاوره کې دننه جوړوي، نو په دې کې افغانستان لپاره د اندېښنې او نيوکې څه خبره ده.

د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار ټينګار کوي، تر څو، چې د تورخم کرښې په اوږدو کې يو منظم پلان نه وي، تر هغه وخته د ترهګرو، قاچاق وړونکو او نورو ستونزو مخنيوی ناشونی دی.

د نوموړي په وينا هره ورځ څلوېښت پنځوس زره کسان په تورخم تګ راتګ کوي او په دوی کې هر ډول خلک وي، چې څار او تعقيب يې اړين دی او دا کار د دروازې له جوړولو پرته ناشونی دی.

له سرتاج عزيز څخه پوښتنه وشوه، چې پاکستان دروازه په خپله خاوره کې جوړوي، نو دومره جګړه ولې وشوه؟ نوموړي وويل، چې دوی تېر کال هم افغان حکومت ته د تورخم په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، چې دغه ډول ناقانونه تګ راتګ د دواړو هېوادونو امنيت لپاره ګواښ دی، مګر افغان حکومت پاکستان ته مناسب ځواب نه و ورکړی.

سرتاج عزيز وايي، چې دوی به پر تورخم د دروازې جوړولو چارې پر مخ بيايي او که د افغانستان له لوري پرې بريد وشو، نو دوی به يې هم ځواب وايي.

د يادونې وړ ده، چې تورخم له پنځو ورځو بندېدو وروسته تېره ورځ د قانوني اسنادو لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل شو.

پاکستاني ژورنالېست حامد مير په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د تورخم کړکېچ د لنډ مهال لپاره کرار شو، مګر «زه دا اندېښنه لرم، چې راتلونکو وختونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه نورې شخړې هم پيدا شي.»

د پاکستان له لوري د نوو تاسيساتو او دروازې لګولو په اړه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونوو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د تورخم کرښې تر څنګ تېره ورځ د پکتيا پټان ولسوالۍ څخه هم داسې خبرونه ترلاسه شوي وو، چې پاکستاني پوځيانو په ارګوړي ستراتيژيکه سيمه کې نوي تاسيسات پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x