ادبي لیکني

طنز: تکلیف

کله چې سړی ډاکټر ته لاړ شی، لومړي پوښتنه يې دا وي چې څه تکلیف لري؟ ناروغ هم ورته شروع شي یو غر په بله ولي، خو اخر کې ډاکټر پوه شي چې د معدې، زړه یا هم د دماغو تکلیف لري. تکلیف د مکلفیت او مسوولیت مترادف ټکي دي، دا د ناروغ مکلفیت او مسوولیت جوړیږي چې د خپل رنځ د درملنې او پرهیز په فکر کې شي.

که نه خیر يې نشته. که په تکلیف مو سر خلاص شوی وي، او س به راشو دماغي یا عصبي تکلیفونو ته چې رنګ رنګ او بېلابېل ډولونه لري.

چاته خوب نه ورځي، ځیني ښار کې پردۍ بنګلې او موټرې شماري، ځیني کنځلي کوي، د ملایانو خبره بعضي يې بیا اپلتي ولي. په دې کې داسې کسان هم شته چې سیاسي اپلتي وايي. له یو سیاسي کارپوه نه پوښتنه شوې چې دې کې ستا څه ګټه ده چې په هر تلویزیون او راډیو کې حاضري لګوي او لګیا یې خپل زړه خوري، هغه ورته ویلي و چې زه خو دماغي تکلیف لرم، ډاکټر راته ویلي چې په خپل زړه کې به خبره نه پریږدې کور او کلي داسې څوک نشته چې زړه ورته تش کړم دا راډیوګانو والا دې خیر یوسي چې احوال مو اخلي.

دا د هغه وخت خبره ده چې فیس بوک نه و، اوس یې پاڼه جوړه کړې هملته د خپل تکلیف نه دوړې باسې. چې خپلې خبرې ته راشم دا سیاسي تکلیفونه هم ډولونه او اقسام لري، ځیني له کمونستانو ټکیږي، چا ایخوانیانو پسې رااخیستي وي، چاته ډیموکراسي د شرم ګوډۍ ښکاري، ځیني خو ان داسې دي چې د ښار په کوم پلچک کې یې پښه ونښلې سم د واره به طالبانو ته کنځلي کوي، چې که دا طالبان او جنګ نه وای دا پلچک به روغ رمټ و، دلته ترې د خپل تکلیف له امله شاروالي، اداري فساد، د خلکو بي غوري او نور عوامل هیر شي، بس تکلیف بد شی وي سړی به نه ملامتوی.

څوک بې دندې وي، څوک له ګوند او ډلې شړل شوی وي، بس په دې خاوره د جنسي، بي کورۍ، بي مهرۍ او دې ته ورته بلا زیات محرومیتونه لرو، چې هر یوه یې د یو تکلیف سبب جوړیدای شي، چې د ارواپوهانو له نظره دغه محرومیتونه که بیان نشي په دوامداره عقدو او کینو بدلیږي چې دا بیا د ډیموکراټې ټولنې په جوړیدو کې لوی خنډ ګڼل کېږي ځکه دا خلک معمولا حوصله نه لري او ژر عصباني کېږي. نو ښه دا ده چې سترګې پټې کړي او خوله خلاصه او خپلو اپلتو ته دې دوام ورکړي.

له تاسو هم ډیره زیاته مننه چې دا اپلتې مو ولوستې.

خوشال خلیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x