fbpx

خبردار فيسبوک مو هره ږغيده اورى

ليکوال: محمد عمر منصور

د سمارټ تليفونو په نظام کى داسى سهولت هم شته چى ستاسو هره خبر ريکارډ کوى او هغه د فيسبوک انتظاميي ته ليږدوى.

ستاسو هر ږغيز پيغام، د فيسبوک په ميسنجر خبرى کول يا عام تليفون کول؛ دسمارټ تليفونو له خوا ريکارډ کيږى او فيسبوک ته ليږدول کيږى .

ډيره جالبه بيا دغه ده چى ستاسو د عام مجلس خبرى هم سمارټ تليفونونه ريکارډ کوى او د فيسبوک ادارى ته يي ليږدوى.

د يادونى وړ ده چى پيسبوک په بيلينو انسانان کاروى، له همدى کبله فيسبوک انتظاميه زمونږ خبرى نه اورى، هو که هر څوک هدف کړى بيا د هغه/هغو خبرى اوريدلاى شى.

پام!

ستاسو فيسبوک که بند وى او که خلاص، خبرى مو اوريدلاى شى.

اوس تاسو ته کيداى شى دغه پوښتنه پيدا شوى وى، چى ايا دغه د اواز ريکارډيدل بنديدلاى شى؟

ځواب: د اينډورايډ په نوى ورژنو کى داسى وړتيا شته چى په هغه سره د فيسبوک د شخصى مالوماتو اخيستلو اپشن بلاک (بند) کړى، چى بيا به مو ږغ نه شى اوريدلاى لاکن د دغه اپشن په بلاک کولو سره امکان شته چى ستا په تليفون کى د پيسبوک چلښت بند شى.

ويلاى شو چى تر اوسمهاله په پوره توګه د فيسبوک له خوا زمونږ د ږغيده د اوريدلو مخه نه شو نيولاى، خو د ټکنالوژى ماهرين په دغه باور دى چى اميد شته، په راروان وخت کى دى د فيسبوک استعمالونکى د شخصى مالوماتو اپشن په بندولو وتوانيږى.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د