افغانستان

«د ويزې پاليسي سره د پولو دواړو غاړو قبايلو ته زيان رسيږي»

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د سوداګريزو چارو پاکستاني کارپوهان وايي، چې د تورخم پر پوله د ويزې قانوني کول د پاکستان يوه تېروتنه ده؛ ځکه، چې دې سره د پاکستان قبايلي خلکو ته ډېر زيانونه واوړي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګريزې خونې مشر زاهد شينواري د تورخم پولې په اړه په خپلو څرګندونو کې وويل، چې په قبايلو کې زراعت، صنعت نه شته او د دې سيمې د خلکو ټولې اقتصادي اړيکې يوازې د افغانستان ختيځو ولايتونو سره تړلي دي او دې خلکو سره دا اندېښنه ده، که حکومت دا پاليسي غوره کړي، نو دې سره به پاکستاني قبايلو ته ډېر مالي زيانونه واوړي.

د زاهد شينواري په وينا په ۲۰۱۰م کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر دوه نيم ميليارده ډالرو وه، مګر اوس دغه اندازې يوازې تر يو نيم ميليارده ډالرو پورې محدوده ده.

په دې ورستيو وختونو کې خيبرپښتونخوا او د مرکزي حکومت تر واک لاندې قبايلي سيمو خلکو پرېمانه مالي زيانونه ګاللي دي.

زاهد شينواری زياتوي، چې د افغانستان په ځانګړې توګه د ختيځو ولايتونو خوراکي توکي، د ژوند اوليه سامانونه او بيا ودانۍ الات ټول له پاکستانه ورځي، همدا رنګه د قبايلي سيمو خلک د مزدورۍ لپاره افغانستان ته ځي، مګر د ويزې ستونزې او سختۍ له امله به دوی د خپلو کورنيو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ له پيدا کولو محروم شي.

ښاغلی شينواری دا هم وايي، چې د ويزې په قانوني کولو کې ځايي خلکو، ناروغانو او نورو اړو کسانو ته استثنا نه ده ورکړل شوې، چې دا يوه تېروتنه ده.

«د قبايلي سيمو اپريدو، مومندو، وزيرو او شينوارو په څېر ولسونه د ډيورينډ کرښې دواړو لوريو ته وېشل شوي او دوی اړ دي، چې د يو بل خوښۍ، غم او سوداګيزو چارو لپاره د کرښې دواړو لوريو ته سفرونه وکړي، مګر د ويزې له امله به دغه کار ناشونی شي.»

د تورخم کړکېچ په اړه د افغانستان او پاکستاني ځواکونو د وروستيو جګړو او تاوتريخوالي په اړه د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، چې پاکستان به په تورخم کې دروازه جوړوي او که هر چا پر پاکستان بريد وکړ، دوی به يې ځواب وايي.

د سرتاج عزيز په وينا دوی افغانستان ته ويلي، چې تر څو د کرښې دواړه لوري د بارډر منيجمنټ په اړه پر يو ميکانيزم سره نه وي سلا شوي، دواړو هېوادونو کې امنيت نه شي راتلی.

پاکستانی ليکوال او ژورنالېست سليم ساپی وايي، چې د روان کال فبرورۍ کې، چې برتانيې کې د افغانستان، پاکستان او برتانيې ګډه غونډه وه، افغان ولسمشر د برتانوي صدر اعظم په شتون کې پاکستان سره په بارډر منيجمنټ هوکړه کړې وه، مګر پاکستان په دې اړه له سستۍ او ناراستۍ کار واخيست او دغه خبره ترې اوږده شوه.

د سليم ساپي په وينا د کرښې دواړو لوريو ته بايد دواړه حکومتونه په ګډه هڅې وکړي، مګر پاکستان په داسې حال کې د تورخم په اړه يو اړخيز ګامونه پورته کړل، چې د دواړو هېوادونو اړيکې سره خړې دي.

ښاغلی ساپی زياتوي، چې د بارډر منيجمنټ اړتيا په خپل ځای سمه ده، مګر تر هغې هم دا ډېره اړينه ده، چې پاکستان کې د مېشتو لکونو افغانانو ثبت نام وشي او ټولو ته کمپيوټري اسناد ورکړل شي.

«کله، چې پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته کمپيوټري کارټونه او غير کډوالو ته د ويزې شرط ولګول شي، نو دې سره به د نا امنۍ او د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ کچه راټيټه شي؛ ځکه که هغه مهال بيا سرحد دومره ټينګ هم نه وي، نو بيا به څوک دا جرئت نه کوي، چې له سرحده بې اسنادو تېر شي او که څوک له قانوني اسنادو پرته سفر کوي، نو بيا به يې د نيول کېدو امکان ډېر وي.»

سليم ساپی د تورخم کړکېچ او ويزو په اړه وايي، چې کوم افغانان په پاکستان کې قانوني ژوند کوي، هغوی ته دې اجازه ورکړل شي، چې له خپلو کمپيوټرۍ اسنادو سره دې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ويزې پرته سفرونه وکړي، قبايلو ته دې هم ځانګړي کارتونه ورکړل شي، عام پاکستاني او غير کډوال افغانان دې په پاسپورټ او ويزې د دواړو هېوادونو ترمنځ سفرونه وکړي، مګر د ټولو لپاره بايد دا شرط وي، چې د کرښې دواړو لوريو ته د سفر پر مهال دواړو خواوو ته ځانونه ثبت کړي.

نوموړی وايي، چې دا کارونه بايد په تدريجي توګه او له پوره سلا مشورې وروسته وشي او يو دم داسې ستر ګامونه پورته کول ستونزمن بلکې ناشوني دي.

«که په دې اړه جدي مشورې، احتياط او تدريجي هڅې ونه شي، نو ناوړې پايلې به ولري او عکس العمل به يې بيا د زغملو وړ نه وي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x