نظــر

فریبا احمدي د خپل ۲۸ ورځني اسارت کیسه کوي ( اډیو)

په اولسي جرګه کې دکندهار استازې فریبا احمدي چې دتیرې اګست میاشتې په یوولسمه نېټه  دغزني مرکز ته څیرمه دطالبانو له لوري ونیول شوه .له نوموړی سره دوې پیغلې لوڼې ، دوه واړه  زامن ،محافظ او موټر چلونکي هم ورسره وو، چې په دوهمه ورځ یې لوڼې او زامن خپلو قریبانو ته وسپارل شول او فریبا احمدي طالبانو له ځان سره بندي وساتله.

هغه مهال دفریبا احمدي دراخلاصولو لپاره  ایساف او افغان ځواکونو ډیره هڅه وکړه او په غزني کې یې په ډیرو سیمو چاپې ووهلې ،خو ونه توانیدل چې دنوموړې څرک ولګوي، دچاپو پرمهال  له هغو کورونو چې شک پرې کیده ، فریبا احمدي پکې ساتل شوې یو شمیر ښځې هم یووړل شوې.

دنوموړې له اسارت څو ورځې وروسته طالبانو ومنله چې فریبا احمدي یې دیو پلان لمخې اسیره کړې او خوندي ځاي ته یې لیږدولې.طالبانو دفریبا احمدي په بدل کې دیو شمیر ښځینه بندیانو چې دافغان حکومت په پټو زندانونو کې ساتل کیدلې غوښتنه وکړه.

۲۸ ورځې  وروسته  دغزني دسپینږیرو او یو شمیر علماء کرامو دهڅو په نتیجه کې نوموړې دیوولسو تنو په مقابل کې چې پنځه یې ښځینه او پاته نور یې نارینه وو تبادله شوه او له بنده ازاده شوه .

فریبا احمدي له ازادیدو وروسته رسنیو ته په یوه وینا کې دخپل ۲۸ ورځني اسارت کیسه بیان کړه .

نوموړي ومنله چې دنوموړي پرسر دطالبانو ۱۱ تنه بندیان چې ښځې نارینه او ماشومان پکې وو ازاد شول، همداراز نوموړي له هغو طالبانو چې دایې ساتله زیاته خوښي ښکاره کړه ،او ویې ویل طالبان ډیر باناموسه او باعزته خلګ وو،دطالبانو په اړه ما ډیرې خبرې اوریدلې وې خو لیدلې مې نه وي او اوس مي دادي هرڅه ولیدل.

دنوموړي یو ږغیز پیغام چې له یوې وړې مقدمې سره ترتیب شوې نن ټکې اسیا ته دایمیل له لارې رالیږل شوې  چې دلاندي ورکړل شوي لینک په کلیک کولو سره یې اوریدلي شي.

احمدبریال.

{youtube}http://www.youtube.com/watch?v=FDKQKlvI0qA{/youtube}

 په پاکستان کي د کتونکو لپاره په ډیلي موشن کي هم په لاندي لینک پورته شوی:

http://www.dailymotion.com/video/x153sws_fareebaahmadi_news

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x