د روژي څوارلسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د سرقوسه فتحه :

د روژي په ۱۴ ورځ په ۲۶۴ هـ ق کال کي چي د ۸۷۸ میلادي کال د مي د میاشتي له ۱۹ تاریخ سره سمون خوري مسلمانان د الله تعالی په مرسته وتوانیدل چي د صقیله جزیري مهم ښار سرقوسه  فتح کړي .

د جامع ازهر بنسټ ایښودل :

د روژي په ۱۴ ورځ په ۵۳۹ هـ ق کال چي د ۹۷۰ میلادي کال د جولای د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون خوري په قاهره کی د جامع ازهر بنسټ کیښودل شو او په دوه کال کي يي کار بشپړ شو .

د مظفرالدین کوکبوري وفات :

د روژي په ۱۴ ورځ په ۶۴۰ هـ ق کال کي چي د ۱۲۳۳ میلادي کال د جون د میاشتی له ۱۴ تاریخ سره سمون خوري د اسلامي امت وتلي غازي مظفرالدین کوکبوري وفات شو ، نوموړي د صلیبي جګړو په مهال د صلاح الدین ایوبي رحمة الله علیه تر څنګ په ګڼ شمیر غزاوو کي ګډون لاره او صلیبیانو ته یي درانه زیانونه اړولي وو .

د ریاض الصالحین د کتاب بشپړ کیدل :

د روژي په ۱۴ ورځ په ۶۷۰ هـ ق کال کي امام نويي رحمة الله علیه د نبوي حدیثو غورچاڼ مشهور کتاب ریاض الصالحین بشپړ کړ ،  له نوموړي کتاب څخه له پيړیو راهسي مسلمانان ګټه اخلي .

د محمد علي پاشا وفات :

د روژي په ۱۴ ورځ په ۱۲۶۵ هـ ق کال کي د اوسني مصر بنسټ ایښودنکی او واکمن محمد علي پاشا وفات شو ، محمد علي پاشا د یونان په کوالا ښار کي په یوه البانوي کورني کي دنیا ته سترګي وغړولي ، نوموړي د مصر زراعت ته ډيره وده ورکړه ، خو دا وده ورته په درنو قرضونه تمامه شوه ، د مصر د مالي د وزارت له راپور سره سم هغه مهال مصر ۸۰ ملیونه فرانک قرضداره شو .

د ابن مغازلي رحمة الله علیه وفات :

د روژي په ۱۴ ورځ په ۵۴۲ هـ ق کال کي نوموتی فقیه او محدث ابن مغازي رحمة الله علیه وفات شو ، نوموړي په ۴۵۷ هـ ق کي دنیا ته سترګي وغړولي ، عراق کي يي له سترو علماء کرامو څخه زده کړي وکړي ، د ژوند زیاتره کلونه یي په واسط او بغداد ښارونو کي تیر کړل ، ګڼ شمیر شاګردان او تصانیف يي تر شا پریښودل ، اوس مهال  يي یوازي د ظاهریه په نوم د کتاب قلمي نسخه د دمشق په کتابخانه کي شتون لري .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د