شعـــــرونه

د رڼـا وحې

م. ثـاقب

دښائیست له عرشه وړانګې را خورې کړه
د رڼا وحی دې  چم ته را ستنې کړه

کړه نازل پرې آیاتونه د  ښکـلاؤ
ترې نه بار د تور تمونو جنازې کړه

کړه د نور ډیوګۍ بلې هر درشل کې
پرې زرینې دغه تکې تورې شپې که

دنرګس څانګې کړه تم دوړانګو غېږکې
دغاټول په زنه خال ته يې اوږدې کړه

چې ها تته روښنايې کړي نوره غلي
په هرلوردڅوارلسم سپوږمۍ شغلې کړه

چې ثاقب دې د نظرپه شونډو ښکل کړم
دحيا پلو دې لرې له څېرې کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x