
شعـــــرونه
غزل: سيد الهام
سيد الهام
سا په ما او زه په سا پسې روان یم
له عمرو پدې عصا پسې روان یم
له عمرو پدې عصا پسې روان یم
خود به پرزم خود به لوېږم خود به مرمه
تیارې وهم رڼا پسې روان یم
چاودو شونډو یبلو پښو پسې مي خاندي
خبر ندي چي په چا پسې پسې روان یم
دا ګذار و بدخواهانو لره بس دی
چي په مینه بې پروا پسې روان یم
وي هر چیري خو هیچا لیدلی ندی
خاص په څېر د نابنا پسې روان یم
زما او ستا ملګرتیا څنګه کیږي نفسه !
ته دنیا او زه آشنا پسې روان یم
په دنیا کي مي زړګی نه پرې مړیږي
بس الهام دي تر عقبا پسې روان یم
2016/04/25 پکتیا
په بخښنې سره
د شعرپه لومړي بیت کي ستونزه ده
یو الف پاته شوی دی
پر ځای یې ته لیکل شوې ده
هیله ده ایډيټ یې کړئ لکه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
سا په ما او زه په سا پسې روان یم
له عمرو پدې عصا پسې روان یم