شعـــــرونه

غزل: سيف الله غضنفر

سيف الله غضنفر

يوم البتر دى چې جهان ته ګورم
زړګی مې غلى وي چې ګران ته ګورم

ژوندون هغه و چې خبر پرې نه ووم
عمرمې تيردى چې خپل ځان ته ګورم

څه دظلمونو وخت راغلی دی بيا
چې مې شهيد تنکي جانان ته ګورم

زه اباسين او که امید وژاړم
وحشت ته ګورم او انسان ته ګورم

ډيره به ښه وای چې زه نه واى پيدا
چې ژوند ته ګورم قبرستان ته ګورم

اى غضنفره خداى دې مل شي د ستا
مشکله ده چې امتحان ته ګورم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x