روغتیا

د ورغوو چاپي کول د سردرد آراموي

له سردرد څخه د خلاصون آسانه طریقه دا ده چې د لاس د ګوتو په واسطه خپل ورغوي چاپي کړې.

په تایوان کې ترسره شوې یوه څیړنه ښيي چې دا طریقه د سردرد سربیره د نورو عامو او عادي امراضو په علاج کې هم ډیر مثبت رول لوبوي.

په تایوان کې د شرقي طب د اکاډیمي یو تن ډاکټر (ګراهام چاندبیه) چې دغه څیړنه یې ترسره کړې وايي:

“د ورغوي اخیرنۍ یا هغې برخې ته چې ګوتو ته نږدې ده، زور ورکول او چاپي کول د هر قسم درد په آرامولو کې موثر رول لري”.

نوموړی زیاتوي چې په تکراري ډول د ورغوو چاپي کول دردمن انسان ته سکون او آرامي بخښي.

خو د یادونې وړ ده چې د امیدوارې میرمن لپاره دا تمرین د ګټې پر ځای تاوان لري ځکه چې باور کیږي تر وخت مخکې زیږون پیښوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x