ادبي لیکني

شعر څنګه دېکلومه کړو؟

اسرار وصال

دشعرپه په خاص انداز اومسلکي ډول لوستلوته دېکلومه ویل کيږي. دېکلومه معمولآ په رادیو،تلوېزیون، او مشاعرو کې
دشاعرانو اودشعرمینوالو لخوا ویل کیږي. په شعري فورمونو کې معمولآ هغه دیکلومه کیږي چې دبیتونو شمېر یې زیات وي
لکه غزل، ازاد نظم او داسې نور. زه یوازې پر رادیویي دېکلومې خبرې کوم. رادیویي دېکلومه دمشاعرو اوټلوېزیون له
دېکلومې سره ښکاره توپيرلري چې په لاندې ډول دي.

ټلوېزیوني دېکلومې سره یې توپیر))

۱: په ټلوېزیوني دېکلومه کې له شعر سره تصویر ضروي دی مګرپه رادیویي دېکلومه کې نشته

۲: په ټلوېوزیوني دېکلومه کې لیدونکی دشعر لوستونکي له انداز سربېره ددېکلومې له تصویر څخه هم اغېزمن کیږي
خوپه رادیویي دېکلومه کې ټول زور دشعرلوستلو باندې اچول کيږي.
(له مشاعروي دېکلومې سره یې توپر)

۱: په مشاعرو او ادبي غونډو کې معمولآ له شعر سره بکرونډ موزیک ( دشعرتر شا د موسیقۍ رباب، ګیتار… اواز) نه
وي حال داچې په رادیویيد اوټلوېزیوني دېکلومو کې دغه کار ترډېره حتمي دی.

۲: په مشاعروي دکلومه کې چکچکې، خندا او دبیت بیا بیا لوستل شته خو په رادیویي دېکلومه کې نشته
ممکن نور توپیرونه به هم ولري خو اصلي موضوع ته راځم. ( شعرڅنګه دېکلومه کړو؟)
دیوې ښې دېکلومې ځانګړنې دادي:

۱: شعر ترثبت مخکې څوځله ولولۍ.

۲: دشعر دټولو ویونو په معنی ځان پو کړئ.

۳: شعر ښه روښانه ولیکئ.

۴: فکرمو ښه آرامه کړئ.

۵: ترثبت مخکې غاړې تا زه او ګرمې اوبه یاچای وڅښئ اویخې اوبه مه څښئ.

۶: له دېکلومې مخکې موخواږه څیزونه هم ستونی خرابوي مه یې خورئ.

۷: مایکوفون ته په یوه اندازه کښېنئ نه ډېرنږدې اونه ډېر لرې.

۸: تردېکلومې دمخه بکروند موزیک ( هغه موسیقي چې دشعر ترشا اېښودل کيږي) واورئ اوشعر دهمدغه موزیک ترتاثیر لاندې ولولئ.

۹: بیتونه په خورا مینه او دزړه له تله ولولئ.

۱۰: دبیتونوترمنځ یوڅه فاصله واخلئ.

۱۱: په کول اېډېټ کې دشعر لوړوالی تر سلو مه لوړوئ.

۱۲: زیاته اېکو دشعر خوند له منځه وړي نوپه خپله اندازه اېکو ورکړئ.

۱۳: دبیتونو ترمنځ موزیک تر ااتو ثانیومه اړوئ.

۱۴: ترشعر مخکې او وروسته موزیک لس ثانیې ورکړئ.

۱۵: موزیک باید ترشعر ورو وي.

(دشعر لوستلو انداز)

ټول شعرونه په غمجن اندازمه لولئ. حماسي شعر په حماسي اندازاو دردونکی په دردونکي انداز ولولئ. په دېکلومه کې دچاپېښې مه کوئ ستاسئ خپل اواز ممکن یو بېل خوند ولري.

(دموزیک ټاکنه)

بکرونډ موزیک ستاسې له دېکلومه شوي شعر سره مستقیم تړاو لري. ددېکلومې نیم تاثیر په موزیک کې دی . له حماسي شعرونو سره اکثره خلک رباب خوښوي. خودمینې په اړه شعرونو کې اکثره آرامه موزیک ښه لګیږي.

او وروستۍ جمله داچې ددېکلومه کونکي غږ هم ستررول لوبوي. ډبل او بم غږ دېکلومه جاویي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x