ادبي لیکني

کتابونه «لنډه کيسه»

 تمنا واحدي

وُ نه وُ په یو کلي کې یو هلک و، دغه هلک چې نوید نومېده ډېر شوخ او لا پروا و.هغه به همېشه پخپلو کارونو او درسونو کې لټي او ټمبلي کوله. ګرده ورځ به کوڅه په کوڅه لالهانده اوسرګردانه ښکته پورته ګرځېده او هغه د چا خبره چې جنګ یې په پېسواخسته. هسې خو به هره ورځ، د ښوونځي په نوم له کوره ووت خو ډېر وخت به یې ځان له ښوونځي پټاوه. خو کله چې به ښوونځي ته لاړ، بیا به هلته هم چا ترې ورځ نه درلوده په ټولګي کې به یې دومره شوخي کوله، چې له ځانه سره به یې نورهم له درسه واېستل .د خپلو ښوونکو خبرې ته یې، هم سم غوږ نه نیول. کورني دنده یې هم ترسره کوله ،بس ټوله ورځ به لکه چاچا کرکټ لوبوته وزګارو.او په ښوونځي کې چی ښوونکي یې ورته کتابونه ورکړې و، هغه کتابونه یی هم داسی به ښونځی ته وړل او بیرته راوړل او دا کتابونه یی هم  همداسې نوي جدید و. دی خو به درس نه وویل نو ځکه کتابونه به یی هم نه زړیدلی د نوید ټول فکر او هوښ یی لوبو او ساعتری ته و د هیڅ چا خبره به یی نه منله موری هم ورنه ډیره په عذابه وه خو ورځ نه یوه ورځ وه چی  نوید په کوڅه کی له خپلو انډیوالانو سره ډیری لوبی وکړی او ډیر سټړی شوی هم و کله چی ماښام کور ته راغی نو موری د ماښام ډوډی چمتو کوله نوید خپل مور ته وویل موری ، زه ډیر وږی شوی یم ماته ډوډی زر تیاره کړه موریی وویل ښه ده زویه اوس تیاریږی  ته کوټی ته لاړ شه ډوډی چی تیاره شوه زه یی درته راوړم  نوید هم لاړو کوټی ته او هلته یی په یو نرم توشک چی موری هماغه ورځ جوړ کړی وه ځان یی واچو  د خپل  د مور په تمه و چی ډوډی ورته راوړی نو په دی وخت کی نوید چی ډیر ستړی شوی و ډیری لوبی یی کړی وه خوب یوړو  په خوب کی نوید خوب ولید چی دی په یو ځای کی دی چی هلته هیڅ څوک هم نشته او د یو ځای نه د چیغو او ژړا غږ راځی  نوید چی غږ واوریدو نوغږ ته  نژدی شو او پوښتنه یی وکړله چی ته څوک یی چی ژاړی او ولی ژاړی زه خو تا نه وینم  نو یو ځل یی واوریدل چی زه د ستا کتاب یم نوید ډیر ورخطا شو چی  زما کتاب څنکه کیدای شی زما کتابونه خو په کور کی دی او کتاب خو بیا خبری نشی کولی؟  او ته نو بیا ژاړی ولی ؟  کتاب یی ورته وویل زه د ستا دلاسه ژاړم زما تا ته ژړا راځی  زه تا ډیر مجبور کړم چی په خبرو راشم او زړه دی نور راته ډیر په تنک کو نور نو مجبور شوم چی په چغو چغو وژاړم  . نوید ډیر حیرانه شو دا خبری یی چی واوریدلی او پوښتنه یی وکړه چی خبره څه ده ما داسی کوم کار کړی چی ته می دی ژړا ته مجبور کړی یی  کتاب ورته وویل ته ډیر بیکاره هلک یی نه د چا خبره منی او نه دی په ځان نه دی په ما زړه سوزي تا یوه ورځ هم زما مخ نه دی خلاص  کړی چی د مانه یو څه زده کړی او زه په راتلونکی کی ستا په درد دوا شم  ره خو اوس د ستا په نظر کی نه راځم مانه کټه نه اخلی خو زما درباندی زړه درد کوی کله چی لوی شوی او د مشکلاتو او ستونزی کی چی بند شوی بیا زما قدر درته هغه وخت راځی خو وخت به درنه تیر وی هغه وخت بیا هیڅ هم نشی کولی که غواړی چی راتلونکی کی د ستونزو نه خلاص شی نو مانه ګټه واخله  ….

په دی وخت کی موریی نوید ته غږ وکو او د خوبه یی ویښ کو کله چی نوید د خوب نه پاڅیده نو ډیر ویریدلی او د خولو نه ډک شوی و مور یی پوښتنه وکړه چی زوی جانه ولی داسی خولی خولی یی او ولی داسی رپیږی ….

نوید خپلی مور ته دا ټوله کیسه وګړه چی خپل  کتاب می په خوب کی ولید او ماته یی داسی خبری وکړی  او کتاب می ډیر ژړلی هم زما د لاسه نو مور یی هم ورته وویل چی ما خو تاته اول نه دا خبره کړی ده خو د چا نه منی په دی وخت کی نوید د مور سره وعده وکړه چی له دی ورسته به په درسونو کی کوښښ کوم او د بی ځایه لوبو نه سره خدای پامانی کوم تر څو ما نه می مور ، ښونکی ، کتابونه او ټول خلک به خوښ وی

نوید دا وعده وکړه او په خپل وعدی ولاړ هم و څنکه یی چی ویلی و همداسی یی وکړل او ډیر هوښیاره هم شو او په هر چا باندی ګران هم شو او خپله هم ډیره خوشحاله و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x