
اندونیزیا کې د قرآن کریم لوستونکو ته د موټر تېل وړیا ورکول کیږي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): په اندونیزیا کې د «برتامینا» په نامه د تېلو یوې حکومتي کمپنۍ اعلان کړی چې که د روژې په میاشت کې کوم موټر چلوونکی د قرآن کریم یوه سپاره تلاوت کړي دوه لیتره تېل په وړیا توګه ورکوي.
د پلازمینې «جاکارتا» د تېلو په پنځو پمپونو کې دغه سهولت برابر شوی او د تېلو په هر پمپ کې د تلاوت لپاره ځانګړې خونې هم جوړې شوي دي.
دوه لیتره تېل د یو موټرسایکل د نیمايي ذخیرې د ډکېدلو لپاره کفایت کوي. په اندونیزیا کې موټرسایکلونه ډیر استعمالیږي او په ترانسپورتي برخه ترې ډیر خلک استفاده کوي.
د ټاکل شوو اصولو له مخې د وړیا تېلو ترلاسه کوونکی باید د تلاوت خونې ته له ننوتلو مخکې یوه فورمه ډکه کړې او بیا د خپلې خوښې سره سم د قرآن کریم یوه سپاره انتخاب او تلاوت کړي.
خو جالبه دا ده چې د تلاوت په خونه کې د کمپنۍ لخوا هیڅ کوم څارونکی شتون نه لري تر څو معلومه کړي چې ایا موټر چلوونکي ریښتیا هم تلاوت کوي او که نه، بلکې د اعتماد، صداقت او باور پر اساس د موټر چلوونکو خبره منل کېږي چې د سپارې تلاوت یې بشپړ کړی دی.
د دغې چارې تنظیموونکي وايي چې له دې کار څخه یې موخه دا ده چې په خلکو کې د قرآن کریم محبوبیت پیدا شي او په هیواد کې د اسلام دین ته وده ورکړي.
اندونیزیا په نړۍ کې د تر ټولو ستر مسلمان ملت په توګه پیژندل کیږي. په اندونیزیا کې ۲۵۰ میلیونه مسلمانان ژوند کوي، چې د دې هیواد د نفوس ۹۰٪ تشکیلوي.