دموادو (ډیټا) امنیت (سیکیوریټی) څه شی ده؟

سیدحسین الله سادات

نن ورځ تقريبا هر څه په انترنيت پوري تړلي دي. لکه څرنګه چه مونږاوتاسي هره ورځ په زياته پيمانه معلومات دانترنيت له لاري يوله بل سره په عام ډول شريکوو مګر نشوکولاي خپل شخصي معلومات په ډاډه زړه شريک کړو لکه شخصي ژونداړوند معلومات,بانکي معلومات,کريديت کارت معلومات او داسي نور.. نو ددي لپاره بايد دموادو (ډيټا) دامنيت او خونديتوب نه خبردار اوسو.

دموادو (ډيټا) امنيت (سيکيوريټي) څه شی ده؟

ډيټاسيکيوريټي يوداسي هڅه ده چه پرمټ يي ډيټا د تحريف او نامسوله کسانو ته له رسيدو مخنيوی کوي. ورځنی فيسبوک چټ يا هم يوټيوب ويديوګاني اويا هم پرليکه ګيمونه او لوبي اويا کوم بل مهم کار پر انترنيت باندي کوئ نو له وړاندي بايد د دي دامنيت او خونديتوب نه خبردار اوسئ.

کله چه ددي دامنيت حڅه مخي ته راځي نو عموما دوو ستونځوسره مخ کيژو لمړی د ليژديدونکي يا ساتل کيدونکي ډيټا مقدار يا اندازه ځکه په لوړه پيمانه موادو خونديتوب هم کله کله مشکل سره مخ کيژي او دوهم دموادو يا ډيټا په اساني سره په خپل شکل لاسته راوړل چه وروسته دمحافظت ليږ پيچلي حالت غوره کوي.
ډيري وخت خلک خپل ټول مواد په کمپيوټرونو او ياهم مبايل کي ساتي چه ډيره برخه يي اعتمادي او اړين معلومات وي چه له نورو نه بايد خوندي او سي او کله کله خو دلسګونو او ياهم سلګونو خلکو معلومات وي خو پوشتنه دا راپيداکيژي چه ايا ممکنه نه ده که څوک دا مبايل او ياهم کمپيوټرغلاکړي? نو په هغه صورت کي به مو مواد بغيرله کومي ستونځي دنورو لاسته لويدلي وي. اوياهم ممکنه ده چه ستاکمپيوترته څوک فزيکي شکل لاس رسی ولري ايا ممکنه نه ده چه مواد خپل فلش ياهم بلي ذخيره کوونکي الي ته کافي کړي؟

ځواب حتما هو! ده نو په دي حالت کي هم دمخکيني يوه په څير ډيټا له ګواش سره مخامخ ده.پوشتنه دا را ولاړيژي چه ددي مسلي حل څه کيداي شي? ددي مسلي حل يواځي او يواځي انکريفشن encryption کيدلای شي چه په دي نه تنهاچه دخپلي ډيټادخونديتوب سطحه لوړوئ بلکي هغه چاته چه ستامعلوماتو ته لاس رسی لري ستادمعلوماتو ګټه اخيستنه له ستونځي سره مخ کوي.

انکريفشن څه ته وايي؟

د امنيتي هدف لپاره خپله ډيټا او يامواد په داسي شکل اړولوته چه معمولا دانسانانو دپوهاوي وړ نه وي او يواځي ماشين کولاي شي هغه ولولي او وپيژني انکريفشن وايي .

په دي سلسله کي يواځي د ډيټا اصلي خاوند کولاي شي چه د ډيکريفشن decryption له لاري دخپل پټ کوډ يا فاسورډ په مرسته خپل معلومات اصلي او پوهيدونکي.شکل ته واړوي او تري ګټه واخلي چه په دي اساس که چيرته دامعلومات دبل چالاس ته ولويژي هم ورته ګټه اخيستنه به يي ستونځمن کار وي.که څه هم مونژ کولاي شو خپل مبايل ته قلف يا لاک ورکړو خو د کمپيوټر او ياهم مبايل د ورکيدو په صورت کي دغه رنګه محافظت نشي کولاي چه زمونږ ډيټاله نامسوله لتس رسي اوياهم تحرف څخه وساتي ځکه لومړی خو داسي قلفونه په اسنۍ سره ماتيدلاي شي او بل داچي هغه کس دکمپيوټر هارډ ډيسک او ياهم دمبايل ميموري په اسنۍ سره ترلاسه کولاي شي نو په دي اساس کولاي شي له موادو نه په پوره توګه ګته واخلي ځکه چه هيڅ ډول محافظت نه لري او دانسانانو دپوهاوي په شکل يا هم readable format کي دي.خوبرعکس کله چه د انکريفشن طريقه استعمال کړي نو په دي صورت کي حمله کوونکی لمړي دمبايل ياکمپيوتر ته دننه وتلو لپاره کافي معلومات نلري او دوهم داچي دمعلوماتو د ډيکريفټ کولو لپاره به له فاس ورډ سره مخ کيژي چه ترلاسه کول يي ديرمشکل تماميژي.

په مبايل ياکمپيوټر کي ددي پرځاي چه هريو فولډر جلا جلا محفوظ او انکريفټ کړو غوره داده چه ټول سيستم ته د لاس رسي دغه محدوديت وټاکو او انکريفت يي کړو چه له نيکه مرغه ورستني سيستمونه دمبايل او کمپيوتر تول ددي وړتيادرلودونکي دي.

د Android سيستمونو کي دغه افشن له مخکي د security په نوم شتون لري او همدارنګه د iPhone and iPad سيستمونولپاره دغه افشن د data protection په نوم شتون لري. دکمپيوترونو اړوند تول هغه کمپيوترونه چه مايکروسافت ويندوز چليز سيستمونه لري ددي صلاحيت درلودونکي دي چه هغه ميتود يا طريقي ته يي bitlocker استعمالولي شي.

يادونه : دپټ نومو يا فاسورډونو په جوړولو کي هميشه احتياط نه کارواخلئ او هميشه قوي فاسورډونه جوړ کړي چه الفبا او حسابي تورو او غټو اوکوچنيو حروفو مخلوط وي چه په دي سره به مو اطمينان دير وي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د