fbpx
karzai with ulama

د کابل د اسلام او سولې کانفرانس!

تیره ورځ په کابل کې دسولې د عالي شورا په نوښت د اسلام او سولې تر نامه لاندې کانفرانس رابلل شوی وه چې دهغه صادرکړی پریکړه لیک ځینو کورنیو رسنیو دخپلو خبرونو لپاره دسرلیک په حیث غوره کړی دی.

مخکې تردې چې د دغه کانفرانس په صادر کړي پریکړه لیک خبره وشي لومړی باید له علمي اړخه دهمدې کانفرانس مذهبي حیثیت او په هغه کې د راغونډ شویو ګډونوالو په مسلکي صلاحیت رڼا واچول شي.

دکابل حکومت تیر کال هم د کب په میاشت کې (( د افغانستان د سوله ییز راتلونکي)) تر نامه لاندې په کابل او استانبول کې ورته کانفرانس رابللې چې هغوئ هم ورته پریکړه لیک صادر کړی وه .

په دغو پریکړه لیکونو کې هماغه تبلیغاتي شعارونه ځای پر ځای شوې چې په تیرو  ۱۲ کلونو کې د کابل حکومت د اړونده مذهبي ادارو لخوا د خپلو مخالفینو (طالبانو) په خلاف د شرعي فتواګانو په نوم کارول کیږي .

په مذهبي لحاظ په اسلام کې دیوه کار د حل او حرمت په اړه امر او فتوا ورکول د شرعي فقهاوو لخوا د قطعي الدلالته شرعي نصوصو په رڼا کې تر سره کیږي .

د دغې فتوا ورکولو صلاحیت هم له مسلکي اړخه يواځې د مذهبي مراجعو د مسلکي فقهاوو او مفتیانو اختصاص دی چې هغه ته په شرعي لحاظ د استفتاء په مقابل کې ورکړل شوی فتوا ویل کیږي نه دسیاسي کانفرانسونو او غونډو سیاسي پریکړه لیک .

په دغسي شانې فتواګانو کې د مُفًتی بِه ِعمل شرعي حیثیت او په ټولنې باندې د هغه د مثبتو او منفي اغیزو ټول اړخونه په پام کې نیول کیږي او بیا داسلامي شریعت دڅلورګونو دلیلونو (کتاب الله ، سنت نبوي، اجماع او قیاس ) دصریحو نصوصو په رڼا کې ورباندې حکم او فتوا ورکول کیږي.

د کابل د اسلام او سولې په نوم د جوړ شوی کانفرانس له نوم او عنوان څخه مالومیږي چې هغه یو سیاسي کانفرانس دی نه علمي او شرعي مرجع او په هغه کې راغونډ شوي اشخاص هم له مسلکي اړخه هغه معیارونه نشي پوره کولای کوم چې په مسلکي لحاظ د اسلامي فقهاوو او مفتیانو لپاره تعین شوی .

لهذا د دغسي کانفرانسونو فیصلې یواځې سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري چې دهغوئ درابلونکو او ګډونکونکو تر شخصي اهدافو پوري اړه لري نه شرعي او الزامي حیثیت .

دا چې تل په دا شاني سیاسي او تبلیغاتي غونډو کې ګډونکوونکي اشخاص او برخوال هم د یو لړ خاصو سیاسي انتماءاتو او ګرایشونو له مخې غوره کیږي نه د هغوئ د علمي او مسلکي صلاحیتونو له مخې، نو همدا وجه ده چې دهغوئ پریکړې او تبلیغات هم یواځې د کانفرانس د رابلونکو او ترتیبونکو د سیاسي اهدافو او شخصي منافعو د ترلاسه کولو په نیت صادریږي نه دعامه مشروعو مصلحتونو په اساس .

د پورتنیو وضاحتونو په اساس ویلای شو چې په کابل کې د اسلام او سولې په نوم د رابلل شوي کانفرانس پریکړې یواځې د کابل حکومت د تبلیغاتي ارګانونو سیاسي او تبلیغاتي شعارونه بلل کیږي نه په علمي دلائلو ولاړې مستندې الزامي فیصلې.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د