افغانستان

ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست نوماندانو ته سبا رایه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳۰مه ۱۳۹۵ل): ولسي جرګه سبا د غبرګولي په ۳۱مه د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست نوماندانو ته رایه ورکوي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د غبرګولي په ۱۹مه ولسي جرګې ته ډګرجنرال عبدالله خان د ملي دفاع وزارت نوماند او محمد معصوم ستانکزی د ملي امنیت عمومي رییس د نوماند په توګه معرفي کړل.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري وویل چې د جرګې د کمېټو د رییسانو د پریکړې پر اساس به سبا ته یاد شوي نوماندان ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي او وروسته به د دوی د منظورۍ یا ردولو لپاره د رایو صندوقونه کېښودل شي.

د ګډحکومت د جوړیدو سره تر دې دمه د ملي دفاع وزارت سرپرستانو لخوا اداره کیږي. ملي امنیت ریاست هم تر هغه وروسته چې پخواني رییس رحمت الله نبیل استعفا ورکړه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

ملي دفاع وزارت ته نوماند عبدالله خان د تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو پستونو کې کار کړی دی او معصوم ستانکزی تر دې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر و.

ستانکزی تر هغه وروسته د ملي امنیت ریاست ته نوماند اعلان شو چې ولسي جرګې ملي دفاع وزارت ته د نوماندۍ پر مهال هغه ته د اعتماد رای ورنکړله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x