روغتیا

روژه يا غذايي رژيم ( Fasting )

د مېرمن جميلې همت ژباړه

په پېل کي د دې خبرو څرګندولو ته اړتيا ده چي غذايي رژيم او روژه په دوو بېلو بېلو صورتونو کي وي. د روژې په حالت کي انسان پر دې سربېره چي خوراک او څښاک نه کوي، له نورو ناوړو کارونو څخه هم ډډه کوي. خو په غذايي رژيم کي يوازي د خوړو څخه پرهېز کوي.  روژه يوه مذهبي طريقه ده. خو غذايي رژيم يا له خوړو څخه پرهېز کول د ځينولاملونو پر بنسټ کيږي. چي دا د روغتيا او سلامتيا سره اړيکي لري. ځينو نوو څېړنو جوته کړې ده چي روژه ډېري ګټي لري. صوفيان د دې لپاره چي خپل وجدان راويښ کړي او پر خپل ځان يې واکمن کړي، نو روژې نيولو ته مخه کوي. د خپلو غوښتنو د نه منلو او د هغو پر ضد د لوږي اعتصاب د غذايي رژيم يو بل شکل دى. پخوانيو خلکو به د ځان د زورولو او د لوى څښتن د رضا او خوشالولو لپاره غذايي رژيم نيوى. روژې نيولو په نورو ولسونو کي هم  له ډېر  پخوا څخه رواج درلود. روژه هندوان، بودايان، يهودان او عيسويان هم د مذهبي دودونو له مخي نيسي. يهودو په لومړيو وختونو کي په کال کي شپږ روژې نيولې . خو اوس يوازي يوه روژه په خورا شان او شوکت سره نيسي. چي دا ورځ د ګنهونو د تويېدو ( Day of Atonement )  په نامه يادوي. عيسويان روژه د ځينو ځانګړو  ښو خوړو څخه د پرهېز کولو په موخه نيسي. چي دې روژې ته لينټ (lent) وايي چي د څلوېښتو ورځو څخه عبارت ده. په اسلام کي روژه له کوچنيانو او هغو کسانو چي په عقلي او عصبي ناروغيو اخته وي پرته پر نورو ټولو نرو او ښځو مسلمانانو فرض ده او د اسلام له پنځو بناوو څخه يوه بنا ده. روژې يوازي پر هغو خلکو باندي نه فرض کيږي چي د کومي ناروغۍ له امله يې نه سي نيولاى. په کوچنيانو او څارويو کي د ناروغۍ په حالت کي  لوږه په طبعي ډول سره لږيږي. داچي تصور کيږي چي د ناروغۍ په لومړي پړاو کي وږى اوسېدل ښه باله سي ښايي له دې امله وي. په طبعي توګه علاج کوونکي(طبيبان) هم د روژې پر ارزښت او ګټو ټينګار کوي او وايي چي روژه يا غذايي رژيم د بدن د پاکېدو کار ورکوي. د ناروغۍ په بهير کي د بدن ټول ځواک د ناروغۍ سره په مقاومت کي مصرفيږي او د هغې سره جګړه کوي. په طبعي طريقه درمل  کوونکي د روژې پر مهال د خوا ګرځېدو، پر ژبه باندي د سپينو موادو د ښکاره کېدو، د سر درد او د سا کښلو د خرابۍ نخښي له دغو خبرو څخه بولي او ګڼي چي بدن د فضله موادو په وتلو اخته وي. خو په حقيقت کي دغه نخښي په وينو کي د غوړيو د ويلي کېدو او له بدن څخه د هغو د وتلو له امله رامنځ ته کيږي.

زيات خلک وايي چي ناروغ بايد د تبي په لومړيو مرحلو کي له خوړو څخه پرهېز وکړي. خو د نوو څېړنو  سره سم اوس ډاکټران د تبي په حالت کي ناروغ ته د خوړو خوړلو مشوره ورکوي. خو په دې توپير چي خواړه بايد داسي وي چي ژر هضم سي  او بشپړ ويټامين  ولري، څو د تبي له امله پيدا سوې کمزوري له منځه يوسي. د تبي په حال کي غذايي رژيم ته هيڅ اړتيا نسته، خو پر ناورغ باندي د تبي په حال کي د خوړو خوړلو ټينګار هم مه کوئ. البته که په طبعي توګه لوږه احساس کړي خپل خواړه دي خوري او ځان دي وږى نه پرېږدي. په روغتونونو کي  د چاغښت د لږوولو او وزن کمولو لپاره غذايي رژيم ورکوي. اوس د دې چاري لپاره د ډنګرېدو مرکزونه (  سلیمنګ سنټرز ) هم په کار بوخت دي. په دغو ځايونو کي په چاغښت اخته کسان وږي کوي. د هغو د خوړو په مهال وېش کي بدلون راولي او هغو ته د نه وږي کېدو درمل او خواړه ورکوي. له اوو څخه تر لسو ورځو پوري د غذايي رژيم له امله تر شپاړسو پونډو پوري  وزن کمېدلاى سي. په لومړيو کي يوه، دوې ورځي لوږه محسوسيږي، خو په بشپړه او پر له پسې توګه د غذايي رژيم له جاري ساتلو څخه چاغښت له منځه ځي او د بدن په وزن کي تر يوې ځانګړي کچي پوري لږ والى راځي.

غذايي رژيم بايد تر ټينګي طبي څارني او لارښووني لاندي تر سره کړئ. يو تکړه او روغ سړى تر دوو، درو ورځو پوري وږى ګرځېدلاى سي. خو د ويني د لوړ فشار، شکري يا د زړه په ناروغي اخته کسان کېداى سي د غذايي رژيم له امله ناروغ سي. ځيني خلک د اوونۍ په وروستۍ ورځ چي د رخصتۍ له امله وزګار وي ډول ډول خواړه پخوي او خوري يې. که دغسي خلک د رخصتۍ په ورځ روژه ونيسي نو هم د دين او هم د صحت له پلوه ګټه ورته کوي.

په لابرتوارونو کي پر موږکانو باندي له تر سره سوو تجربو څخه څرګنده سوې ده چي د هغو موږکانو په ژوند کي چي دوې ورځي خواړه خوري او درېيمه ورځ يې  وږي ساتي، په سلو کي څلوېښت زياتوالى راغلى دي. ډېر خلک يوازي د ښکلا او تکړه ايسېدو لپاره روژه نيسي. خو روژه پر جسماني او روحاني ګټو سربېره ډېر غوره عبادت هم دى. پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x